د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د بم موندنې د جعلي الې استعمال بند کړ


د عراق حکومت ددې وسیلې په استعمالولو نژدې ٦٠ میلیونه ډالر یې پرې لگولي
د عراق حکومت ددې وسیلې په استعمالولو نژدې ٦٠ میلیونه ډالر یې پرې لگولي

عراقي امنیتي ځواکونو نژدې یوه لسیزه د موټرو د تالاشۍ لپاره جعلي الې کارولې چې په اصل کې د گلف ورزش د پنډوسکې د موندنې لپاره استعمالیږي. دغه الې چې هره یوه یې شاوخوا شل ډالره بیه لري، په مختلفو جعلي نومونو سره دوو برتانویانو د زرگونو ډالرو په بیه د عراق پر حکومت خرڅې کړې وې.

دمخه تر دې چې په ٢٠١٣ کال کې ددې الې پلورونکي برتانویان په جعلکارۍ محکوم شي د بم کشفولو ددې الې نه موثرتوب ثابت شوی و.

په بغداد کې د پرله پسې بمي بریدونو په مخنیوي کې ددې الې د ناکامۍ په وجه او د امریکايي پوځي قواندانانو د خبرداري سره سره د عراق حکومت ددې وسیلې استعمالولو ته دوام ورکړی و او نژدې ٦٠ میلیونه ډالر یې پرې لگولي وو.

خو په بغداد کې د جولایی میاشتې په دریمه د ستر بمي برید وروسته چې نژدې ٣٠٠ کسان په کې ووژل شول، د عراق صدراعظم حیدر العبادي بالاخره ددې وسیلې استعمالول بند کړل.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي ددې الې د استعمال دوام د عراق په حکومت کې د پراخ اداري فساد د شتون نتیجه ده. عراقیانو له پیل څخه په دې الې ملنډۍ وهلې او په ټوکه به یې ویل چې "د زیاتې کلونیا استعمال آنتن له کاره غورځوي".

کله چې عراقي امنیتي ځواکونو د ADE-65 په نامه الې استعمالول پیل کړل، امریکایي او برتانوي پوځي قوماندانانو هغه بې گټې وگڼله او د عراق حکومت ته یې د هغې د بندولو مشوره ورکړه.

د عراق پخواني صدراعظم نوري المالکي په ٢٠١٠ کال کې ددې الې په اړوند د پلټنو لپاره یو هیت وټاکه، خو پایله یې بې نتیجې وه او استعمال یې دوام وکړ.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال سعد مان، وویل چې ددې الې د بندیدو لړۍ روانه ده، خو لاهم هلته دلته استعمالیږي.

هغه زیاته کړه چې اوس د تالاشۍ پوستو او عمده سړکونو ته مجهرې موتړې لیږدول شوي چې په پرمختللو واقعي وسایلو سمبال دي.

XS
SM
MD
LG