د لاس رسي وړ اتصالات

عراق هڅه کوي د داعش جگړې ته شیعه جنگیالي واستوي


د عراق صدراعظم هغه سرتیري وبخښل چې د داعش سره په جگړه کې یې خپلې مرچلې او وسلې خوشې کړې وې.
د عراق صدراعظم هغه سرتیري وبخښل چې د داعش سره په جگړه کې یې خپلې مرچلې او وسلې خوشې کړې وې.

عراق هڅه کوي چې هغه شیعه جنگیالي چې ایران یې ملاتړ کوي د بغداد په لویدیځ کې د سني قبائیلي سیمو سره جگړې ته واستوي، هغه اقدام چې د حکومت پلویان یې د اسلامي دولت د ډلې د ماتې لپاره اړین گڼي او مخالفین یې هغه د فرقوي تاوتریخوالي د پراخیدو عامل بولي.

شیعه جنگیالي په دې وروستیو میاشتو کې د عراقي سرتیرو تر څنگ د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر وړاندې جنگیدلي دي او د تکرت د ښار په بیرته نیولو کې یې د عراق له حکومتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

د عراق حکومت تر اوسه د انبار ولایت ته ددغو جنگیالیو له استولو څخه ډډه کړې ده. دا ښار چې اکثر وگړي یې سنیان دي د اردن او سوریې په لور د تگ لار ده. د عراق حکومت په پام کې لري چې ډیر ژر د انبار ولایت د داعش د سخت دریځو له ولکې څخه خلاص کړي.

جگړې ته د شیعه جنگیالیو لیږدول چې د ایران له لورې تمویل، په وسلو سمبال، سوق او اداره کیږي د امریکا متحده ایالاتو ته د خطر زنگ دی چې همدا اوس د اسلامي دولت د ډلې د مرچلو په بمبارولو سره د عراقي سرتیرو سره مرسته کوي.

د انبار ولایت د قبائیلي متنفذینو شورا چې د داعش پر ضد جنگیږي هغوی هم په دې وروستیو ورځو کې د عراق له حکومت څخه غوښتي چې شیعه جنگیالي د هغوی مرتې ته ولیږدوي.

خو مخالفینو، دا کار "خطرناکه اشتباه" بللې او ویلي یې دي چې دا کار کیدای شي د سني قبیلو د تحریک سبب شي او له داعش څخه د هغوی په ملاتړ یوې پراخې فرقوي جگړې ته لمن ووهي.

له بلې خوا، د عراق صدراعظم حیدرالعبادي هغه عراقي سرتیري وبخښل چې د اسلامي دولت د ډلې سره په جگړه کې یې خپلې مرچلې او وسلې خوشې کړې وې او له خپلو سیمو څخه تښتیدلي وو. ښاغلي عبادي دغو سرتیرو ته ٣٠ ورځې وخت ورکړی چې بیرته خپلو وظایفو ته ستانه شي.

د عراق په شمال کې د د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو د یرغل وروسته، عراقي سرتیرو خپلې موضعگانې او وسلې ځای پر ځای پریښودې او وتښتیدل. دا کار ددې سبب شو چې د اسلامي دولت ډله په چټکۍ سره د موصل په گډون چې د عراق دوهم ستر ښار دی، د هغه هیواد څو ښارونه ونیسي.

XS
SM
MD
LG