د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس بارک اوباما د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکي


دوه زره پنځلسم کال په داسې حال کې پیل شو چې د امریکا د حکومت په وړاندې هم نوې او هم یو څه پخوانۍ ستونزې پرتې دي.

په دوه زره څوارلسم کې د نړۍ په گوټ گوټ کې د امریکا ځینې کارونه نا تمامه پاتی شول. په بهرنۍ پالیسی کې د افغانستان، ایران، روسیی او شمالی کوریا ته پاملرنه شامله ده.

د افغانستان مسلې ته چې راشو نو په هغه هیواد کې د محاربوي ماموریت پای او د قاطع ملاتړ پیل اعلان شو. جمهور رئیس اوباما په پوره ویاړ ددې ماموریت پای د وینا په ترڅ کې اعلان کړ. هغه وویل،

«د دیارلسو کلونو نه وروسته به په افغانستان کې زمونږ محاربوي ماموریت سر ته ورسیږي.»

په هغه هیواد کې د امریکایی سرتیرو سره د ملاتړ او د نړیوال تررزم سره دمبارزې یادونه کیږي.

Kabul, Afghanistan
Kabul, Afghanistan

جمهور رئیس اوباما په دسامبر کې د امریکا دپاره د تر ټولو اوږدې جگړې پای اعلان کړ.

خو د دفاع د وزارت چارواکي وايي د دوه زره پنځلسم کال پېل ددې معنی نلري چې د امریکا د مرستو لړۍ به هم ختمه شي. د دفاع دوزارت ویاند جان کربي پدې اړه وایي «داسې نده چې د دسامبر په یو دیرشمه به بس مونږ مخ واړوو او پر خپله لاره به ځو. مونږ دا کار نه کوو. مونږ به پاتې کېږو.»

د لسو زرو نه د زیات شمیر امریکایی سرتیرو دپاره چې سږ کال به هم په افغانستان کې پاتې کیږي، هوایي ملاتړ، روزنې او د تررزم په خلاف مبارزه اوس هم په اجندا کې شاملې مسلې دي.

امریکا به د اسلامي دولت د ډلې سره د جگړې په قالب کې د تررزم په وړاندې خپلې مبارزې ته هم دوام ورکړي.

سوریايي مهاجر مرستو ته اړتیا لري
سوریايي مهاجر مرستو ته اړتیا لري

​دغه ډله په دوه زره څوارلسم کې را څرگنده شوه چې د لویدیځوالو په سر پرې کونې او وحشت سره یې د عراق او سوریې زیاتې برخې هم ونیولې.

داسې ښکاري چې د دې ډلې په وړاندی هوايي بریدونه کار کوي. دا پداسې حال کې ده چې څیړونکي وړاندوینه کوي چې په وړاندې یې د مبارزې پرمختگونه دوام وکړي.

د منځني ختیځ د انستیتوت څیړونکی پال سالم وایي

«زه فکر کوم چې په عراق کې به د کردانو او په بغداد کې د دیره ملی پوځ پر بنسټ چې د امریکا کلک ملاتړ هم ورسره دی، په دوه زره پنځلسم کې د یو څه پرمختگ شاهدان و اوسو.»

همدارنگه د پرمختگ په برخه کې امریکا او د نړۍ پنځه نور ځواکمن هیوادونه پدې لټه او هڅه کې دي چې د ایران سره د اتمی چارو په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږی.

د جولای په میاشت کې د ایران سره د اتمي چارو خبرې بیا پیلیږي
د جولای په میاشت کې د ایران سره د اتمي چارو خبرې بیا پیلیږي

مرکچیانو ددې کار دپاره وروسته له هغې د جولای میاشت د وروستي مهلت په توگه ټاکلې ده چې د تیر کال په دسامبر کې د ټاکل شویو مذاکراتو نېټه هم، کومی موافقې ته د رسیدو نه پرته، تیره شوه.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پدې اړه وویل «داسې نده چې دا خبرې به ناڅاپه یوازې د غزولو له کبله آسانې شي. دا ستونزمنې خبرې دي، له پخوا نه ستونزمنې وې او په راتلونکې کې به هم همداسې ستونزمنې وي.»

او څیړونکي وايي د امریکا کانگرس د جمهوري غوښتونکو د نوي مشرتابه سره دا مسله لا کړکیچنه کولای شي.

د بروکنگز د انستیتوت څخه څیړونکې رابرت آینهورن پدې اړه داسې نظر څرگندوي «د کانگرس غړي دیته لیواله دي چې لا نور اقتصآدي بندیزونه ولگوی او دا یو درز اچونکی او زیان رسونکی اغیز درلودای شي.»

د کانگرس او سپینی ماڼۍ تر منځ مخالفت به څومره جدي وي او پر بهرنی پالیسی به یی اثر هم پریدي او که نه؟

جمهوري غوښتوکي د کانگرس د سنا مجلس مشري په غاړه لري
جمهوري غوښتوکي د کانگرس د سنا مجلس مشري په غاړه لري

د جمهوري غوښتونکو عمومی اجندا دا ده چې د جمهور رئیس بارک اوباما له ویاړه ډکې لاس ته راوړنې خنثی - محدودې او بدلې کړي. په دې کې په صحي بیمې کې اصلاحات هم شامل دي.

په داسی حآل کې چی جمهوررئیس اوباما وايی دی لیوال دی چی له جمهوري غوښتونکیو سره به په گډه کار وکړي.

د نویو سناتورانو په غبرگونونو کې د نوی ټاکل شوی جمهوري غوښتونکی سناتور کوري گاردنر عکس العمل داسې و،

«مونږ به د هغه واشنگتن د سمولو دپاره کار وکړو چې د اقدام، د مسایلو د اهمیت او وخت له اړخه شاته پاتې شویدی.»

بل پلو، روسیه د بندیزونو له اړخه د لا زیاتې اندېښنې منبع ده. امریکا د روسي پلوه جدايي غوښتونکو دملاتړ په تور پر روسیی باندی بندیزونه ولگول چې له کبله یې د روسیې اقتصآد او د پیسو ارزښت هم راټیټ شو خو د اوکراین جگړه هم هغه جنجال دی چې امریکایي چارواکي یې په بریالیتوب سره د ختمولو نیت لري.

امریکا وایي روسیه په اوکراین کې د جدایي غوښتونکو ملاتړ کوي.
امریکا وایي روسیه په اوکراین کې د جدایي غوښتونکو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرستیال معاون، ایریک روبین پدې اړه وایي «د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکو څخه نا امیده کیږو نه، مونږ یې باید یو ښه ځای ته ورسوو.»

او شمالی کوریا هم نشو هیرولی؛ امریکایی څیړونکو د نوامبر په میاشت کې د شمالي کوریا له خوانه د سونی پکچرز پر شرکت باندې د کمپېوټري برید نښې نښانې وموندلې چې په ځواب کې یې جمهور رئیس اوباما ورباندې نوی بندیزونه وضع کړل.

شمالي کوریا، متحده ایالاتو ته د شدید غبرگون په ترڅ کې پرهغه هیواد باندې لگول شوي بندیزونه غندي
شمالي کوریا، متحده ایالاتو ته د شدید غبرگون په ترڅ کې پرهغه هیواد باندې لگول شوي بندیزونه غندي

داپه نوي کال کې د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې دهغه لومړنی پریکړه گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG