د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې له خوا نوې خپره شوې ویدیو

  • شایسته سعادت

 امریکایی خیریه کارکونکی, پیتر کاسیک

امریکایی خیریه کارکونکی, پیتر کاسیک

دا شپاړس دقیقه یی ویدیو چې نن د ټولنیزو شبکو له لارې خپره شوه یو تندلاری ښیي چې تورې جامې یی په ځان دي او مخ ېې هم پټ نغښتی دی د یوه پری شوی سر په مخ کې و لاړ دی چې وایي د وژل شوی امریکایی خیریه کارکونکی دی.

شپږ ویشت کلن کاسیگ تیر کال پداسې حال کی ونیول شو چې سوریایانو سره یی د طبي چارو په برخه کې مرسته کوله. د هغه دوستان و ایي هغه کله چې په بند کې و، اسلام یی قبول کړ او خپل نوم یی هم په عبدالرحمن بدل کړ. پدی ویدیو کې د څو تنو نورو سوریایی سرتیرو سر پرې کول هم ښودل شوي دي.

سپېنې ماڼۍ دا لا تر اوسه نده تائید کړې چې په ویدیو کې پری شوی سر د کاسیگ دی او که نه؟ او دهغه کورنۍ هم پدې اړه تر اوسه غبرگون ندی ښودلای.

جنرال مارتین دیمسي د اسلامي دولت د ډلې غړي ډېر واړه خلک وبلل.

جنرال مارتین دیمسي د اسلامي دولت د ډلې غړي ډېر واړه خلک وبلل.

بل پلو د امریکا تر ټولولوړ پوړی پوځي، د لوی درستیزانو مشر، جنرال مارتین دیمسي بغداد ته د خپل سفر په دوران کې د اسلامي دولت د ډلې غړي ډېر واړه خلک وبلل. هغه عراق ته د خپل یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې دا هم زیاته کړه چې د اسلامی دولت د ډلې سره د جگړې لاره او دریځ به بدل شي.

خو دا وړاندوینه یی هم وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد کمپاین به کلونه کلونه دوام وکړي. عراق ته د امریکا د لوی درستیزانو دمشر لومړنی سفر وروسته له هغې تر سره کیږي چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما عراق ته د امریکایي سرتیرو د استولو امرچې په دوه زره یولسم کې له هغه هیواده را وتلي و، بیا صآدر کړ.

څو ساعته مخکې د عراق د پوځ یوه ډگرمن وویل چې دوي د بایجی په نوم د هغه هیواد د تیلو د تر ټولو لویې تصفیه خانې چې له میاشتو راهیسي د اسلامي دولت د ډلې تر کنترول لاندې وې، نیولو ته نږدې شوي دي.

جمهور رئیس اوباما وایي د جنگ دپاره دامریکایي سرتیرو د استولو مسله پر حالاتو پورځ اړه لري.

جمهور رئیس اوباما وایي د جنگ دپاره دامریکایي سرتیرو د استولو مسله پر حالاتو پورځ اړه لري.

خو جمهور رئیس اوباما د خپل نیت په بیا بیا تکرارولو دا ټینگا ر وکړ چې دی به د جنگ دپاره امریکایي سرتیري د هیواد نه بهر وانه ستوي خو دا یی هم زیاته کړه چې داسې حالات هم باید په نظر کې ونیول شي چې ښایی امریکا د ځمکنیو قواو استولو ته اړتبا پېدا کړي.

هغه پدې برخه کې یو فرضي مثآل هم ورکړ او ویی ویل چې که د اسلامی دولت ډله اتمي وسلو ته لاس رسۍ پیدا کړي نو هغه وویل چې پدې حالت کې به هغه د سرتیرو د استولو په برخه کې زړه نا زړه نه شي او دوی به جنگ ته واستوي.

هغه د آسیان په غونډه کې دگډون او آسترالیا ته د ېوې اونۍ د سفر په وروستیو شیبو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل «اوس مهال د آسترالیا په شان کلک متحد په مرسته د عراقي ځواکونو روزنې او لارښونې ته دوام ورکوو تر څو دوي د جگړې په ډگر کې خپله دنده په غوره او اغیزمنه توگه تر سره کړای شي.»

جمهور رئیس اوباما د نړۍ د سترو صڼعتی هیوادونو ېعنی جي شل په کلنی غونډه کې د سوریی مسلې ته د اشاری په ترڅ کې جمهور رئیس بشارالاسد ته په سوریه کې د امریکایی الوتکو په وړاندی د پوځي اقدام په تړاو خبرداری ور کړ. د امریکا الوتکې داسلامی دولت دډلې خلاف هوايي بریدونه کوی.

هغه وویل «مونږ د سوریې رژیم سره خبرې کړي چې کله چې مونږ ددوی په هوایي قلمرو کې د اسلامی دولت ډلی پسې ځو نو دوی ته دا توصیه شوی ده چې زموږ خلاف اقدام ونکړي. لدې نه وړاندې مونږ ددې تمه هم نلرو چې د متحدینو په توگه د اسد د رژیم سره یه یوه ائتلاف کې د یوه واحد دښمن په وړاندی مبارزه پیل کړو. پر هغه باندې په هغه هیواد کې نور اعتبار نشته.»

د اسلامي دولت د ډلی برتانوی غړی د برتانیی په مطبوعاتو کې په جهادي جان شهرت لري.

د اسلامي دولت د ډلی برتانوی غړی د برتانیی په مطبوعاتو کې په جهادي جان شهرت لري.

برتانیه وايي دهغو رپوټونو په برخه کې پلټنی او څیړي چې د برتانیې هغه تبعه چې د اسلامي دولت د ډلې په ملاتړ په څو څو ویدیو گانو کې د یرغمل نیونکو سرونه پرې کوي، د امریکایي ځواکونو د تیرې اونۍ په هوایي بریدونو کې ټپي شوی دی که نه؟

داسې اټکل کیږي چې دا برتانوی چې په برتانوی مطبوعاتو کې د جهادی جان په نوم شهرت لري په تیره اونۍ کې د اسلامی دولت د ډلی د مشرانو پر غونډه باندې برید کې زخمی شوېدی. دغه برید د سوریی پر پوله باندې د عراقی ښار ته نږدې د تیرې شنبې په ترڅ کې وشو.

د برېټنز میل په نوم ورځپاڼه زیاتوی چې د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر ال بغدادي هم په همدې برید کې ټپي شوی دی.

د اسلامي دولت د ډلې د مشر، ابوبکر ال بغدادي، د ټپي کیدو شک ښودل شوی دی.

د اسلامي دولت د ډلې د مشر، ابوبکر ال بغدادي، د ټپي کیدو شک ښودل شوی دی.

د سپېنې ماڼۍ په شان د برتانیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دوي هم دا رپوټونه تر لاسه کړي خو د هغه د ټپي کیدو خبر په د قیقه توگه او سل په سلو کې نشي تاییدولای.

د میل آن سندی په نوم د ورځپاڼې په قول چی خپل معلومات یی د یوې نرسی څخه چې نوم یی هم ندی ذکر شوی تر لاسه کړي وایی، ال بغدادی او د اسلامی دولت د ډلی نور مهم مشران روغتون ته انتقال شول چې تر هغی وروسته بیا د سوریی د الرقه نومي ښار ته یوړول شول.

خو ورځپاڼې دا ونه ویل چې ددوي ټپونه څومره کاري وو او که سر بیرن شانتې وو. په ویدیو کې داسې ښکاري چې دا مخ تړلی برتانوی پداسې حال کې چې په برتانوۍ لهجې خبرې کوي د دوه و امریکاییانو او دوه و برتانویانو سرونه پرې کوي.

امریکایي چارواکي وايي د اسلامي دولت د ډلې پر ضد کمپاین ښایي کلونه کلونه دوام وکړي.

امریکایي چارواکي وايي د اسلامي دولت د ډلې پر ضد کمپاین ښایي کلونه کلونه دوام وکړي.

ددې ترڅنگ د اسلامي دولت ډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ خپلې نوې سکې "پولي واحد" د ایستلو اعلان وکړ او وایي چې دا نوې سکې به د عراق او سوریې په هغو سیمو کې چې ددوی تر کنترول لاندې دي، وکاروي.

XS
SM
MD
LG