د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په عراق کې د امریکايي خبریال وژل وغندل


په عراق کې تیره ورځ د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې د امریکايي ژورنالست جیمز فولي سر غوڅ کړی او ویډیویي خپره کړې ده.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د امریکايي ژورنالست د وژل کیدو د غندنې په اړه وویل « د جیم فولي ژوند د هغه خلګو سره چې هغه یې وواژه ژور توپیر لري. راځي چې د ISIL په اړه واضح خبرې وکړو.

« دوی په مختلفو ښارونو او کلیو کې خپلو ورانوونکو بریدونو ته ادامه ورکړي او بیګناه خلک په ناځوانمردانه توګه وژني.»

ښاغلي اوباما زیاته کړه: «د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې خپل غیر انساني چلند وښودی او په سوریې او عراق کې یې خپل ظالمانه بریدونو ته ادامه ورکړي. بیلګه یې دا ده چې د فولي سر یې غوڅ کړ، د سر د غوڅولو د جریان ویډیو یې جوړه کړه او بیا یې پر انټرنیټ خپره کړه.»

ولسمشر اوباما وویل چې د منځني ختیځ په سیمې کې حکومتونه او ولسونه باید مشترک اقدامات وکړي چې «د سرطان د ناروغۍ دغه غده له منځه یوسي تر څو چې نورو ځایونو ته خوره نه شي.»

په عراق کې پرون د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې د امریکايي ژورنالست جیمز فولي سر غوڅ کړ او ویډیویي خپره کړه.
په عراق کې پرون د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې د امریکايي ژورنالست جیمز فولي سر غوڅ کړ او ویډیویي خپره کړه.

د امریکا ولسمشر وویل: دغسې ایډیالوژي، چې په هیڅ هم باور نه لري، باید ټول په واضح توګه رد شي. یو شی چې موږ ټول ورباندې توافق لرو هغه دا دی چې داسې ډلې لکه ISIL په یوویشتمې پیړۍ کې هیڅ ځای نه لري.

تر دې مخکې، امریکايي چارواکو دا تایید کړه چې هغه ویرونکي ویډیو اصلي ده چې پکښې فولي ښودل کیږي چې سر یې غوڅ کوي.

خبریال فولي د ٢٠١٢ میلادي کال د نومبر په میاشتې کې سوریې ته تللی و چې د هغه ځای نه د جګړې په اړه رپوټونه ورکړي چې ورسته بیا لادرکه شو.

XS
SM
MD
LG