د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش په ضد نوی ائتلاف


د امریکا دفاع وزیر, چک هېگل وایي ٧ اروپایي هیوادونو دا منلې چې د عراق په شمال کې د اسلامی دولت پر ضد په جنگ کی ښکیلو کردي ځواکونو دپاره د وسلې او مهماتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

برتانیه، کانادا، البانیا او کروشیا به د دنمارک، ایتالیا او فرانسې سره یو ځای ضروري عاجلې وسلې او وسایل برابر کړي.

د ملگرو هیوادونو مرستې

نورو هغو هیوادونو چې د اسلامي دولت سره د مبارزې دپاره یی د امریکا سره د همکارۍ نیت ښودلای آسترالیا، برتانیه، اردن، قطر، سعودی عربستان، ترکیه او متحده عربی امارت دي.

دوي وایي برتانیه او آسترالیا به زیاتره د هوایي بمباریو په برخه کې، ترکیه به د هوایی ډگرونو او اډو څخه د کار اخیستنی په برخه کی ورسره مرسته وکړي ځکه یو خو ترکیه په سیمه کې نږدې پروت هیواد دی او بل دا چې ترکیه د اروپا او امریکا څخه دغې سیمې ته د تگ ترانزیت لاره هم گڼل کیږي.

اردن به د استخباراتي چارو همکاري کوي او سعودي عرب څخه به د مالي مرستو په برخه کی کار واخیستل شي ځکه په سوریې کې د جنگي ډلو مالي ملاتړ او بانکونه هم سعودي عربستان کې دي.

د مبارزې ټینگ نیت

جمهور رئیس اوباما وايي پدې صورت کې دا ډله د یو متحد اییتلافي ځواک سره د مخامخیدو او جگړې توان نلري. د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د اسلامي دولت په نوم ډلې د مخنیوی دپاره د خپلو هڅو ساحه لا پسې پراخه کړي.

چارواکي وايي واشنگتن به د امریکایي اتباعو د خوندیتوب په موخه له هر لازم اقدام نه کار واخلي.

د کردانو پېش مرگه جنگیالي د داعش په وړاندې جگړې ته دوام ورکوي.
د کردانو پېش مرگه جنگیالي د داعش په وړاندې جگړې ته دوام ورکوي.

په هغه ورځ چې امریکا د عراق په شمالي ښار اربیل کې داسلامی دولت په نوم د تندلارې ډلې د ځپلو دپاره نوې بمبارۍ وکړې، جمهور رئیس اوباما ددې ډلې غړېو ته خبرداری ورکړ.

هغه وویل، "امریکا هېڅ شی له یاده نه اوباسي زمونږ لاس ډېراوږد دی. مونږ زغم لرو او عدالت به پر ځای شي."

هغه پدې ترڅ کې د اسلامي دولت د غړېو له خوا د یرغمل شوي امریکایی ژورنالست جیمز فولي وحشیانه وژلو ته اشاره وکړه.

څرنگه چې دغه ډله په دوامداره توگه په سوریه کې پرمختگ کوي نو جمهور رئیس اوباما وايي مشکل واضح دی. هغه زیاته کړه، "د سرطان په شان د اسلامی دولت د ډلی په بشپړه توگه له منځه وړل به دومره ساده او چټک نه وي."

د جگړې ستراتیژي

امریکا اوس مهال په عراق کې د ورځی د شپیتو نه زیات د څارنې پروازونه تر سره کوي چې په ترڅ کې یی د سرحد نه آه خوا د سوریې په هوایی قلمرو کی هم دیته ورته څار کوي.

په سوریې کې د داعش د ډلې یو جهادي قوماندان لویدیځ ته خپل پیام اوروي
په سوریې کې د داعش د ډلې یو جهادي قوماندان لویدیځ ته خپل پیام اوروي

اوس چارواکي وايي جمهور رئیس اوباما د سوریې پر هوایی قلمرو باندی هم ددېته ورته پروازونو اجازه ورکړی ده.

خو چارواکي پدې اړه چې آیا دا ددې معنی لري چې امریکا به په سوریې کې د اسلامي دولت پر پناه ځایونو او مرکزونو باندې هوایي بمبارې پیل کړي او که نه، چوپتیا غوره کړی ده.

د جگړی دپاره چمتووالی

خو د امریکا ددفاع د وزارت ویاند د سمندري ځواکونو تورن جنرال، جان کربي وایي هرڅه چې په بل گام کې مخې ته راشي او امر یی وشي، امریکایي ځواکونه به ورته چمتو وي.

د اسلامی دولت په نوم د ډلې ځیني غړي په اروپا او امریکا کې لوي شوي دي
د اسلامی دولت په نوم د ډلې ځیني غړي په اروپا او امریکا کې لوي شوي دي

هغه وویل، " مونږ باید په هیواد کی دننه او بهر د امریکایی اتباعو د خوندې ساتنی په فکر کې اوسو او لکه څنگه چې مخکې ویل شوي دي، ددغه کار او خپل مقصد ته د رسیدو دپاره به جغرافیایي موانع زموږ په لاره کې خنډ نشي."

د گواښ کچه

چارواکي وايي اسلامي دولت داسې یو سیمه اییز گواښ دی چې نړیوال او جهاني ارمانونه لري. په عراق کی د بمباریو ترڅنگ امریکا هڅه لري چې په عین وخت کې د اسلامی دولت په وړاندې د جگړې او مبارزې دپاره عراقي او کردي پوځونه هم غښتلي کړي.

د سیالو هیوادونو ښکېلتیا

له همدې کبله پرون د سه شنبې په ورځ نورو هیوادونو هم کردي قواو ته د نورو وسلو او مهماتو مرسته چټکه کړه ځکه کردان د جبهې په مقدم خط کې له هغوی سره په چگړه بوخت دی.

خو دا هڅې د کردی او یا هم د عراقی چارواکو د خوشحۍ سبب نه گرځي. په عراق کې د کردانو د سیمې جمهور رئیس ایران ته د خپل لومړني مرستندوی او ملگري هیواد په توگه گوري ځکه چې د اړتیا وسلې ېې ورته برابرې کړلی.

د منځلارو ډلو غبرگون

په سوریه کې منځلارې ډلې هم د بشارا لاسد په مشرۍ د سوریی پر حکومت او هم پر اسلامی دولت نیوکې کوی.

دوی دیته سترگې په لاره دي چې د امریکا له خوا نه به د وړاندي شوی پروگرام په ترڅ کې چې د وسلو او روزنو ژمنه کوي، دوي ته لازمي مرستی څه وخت ورکړل شي.

د یاغیانو بهرني ملاتړي

په سوریی کی د یاغیانو په ملاتړ د لومړنی امریکایی د وژل کیدو خبرو ورکړ شوی دی.

دا امریکایی تبعه دگلس مکارتر مکین نومیده چې په امریکا کې لوی شوی و خو په سوریی کې د اسلامي دولت په پلوۍ په جگړی کی ښکیل و.

XS
SM
MD
LG