د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوباما باندې د بهرنیو تگلارو فشار


په تیره اونۍ کې جمهور رئیس اوباما څخه دا پوښتنه شوې وه چې د اسلامي دولت د ترهگرو په وړاندې یې د مبارزې دپاره دقیق پلان څه دی؟ هغه په ځواب کی وویل چې تر اوسه پدې تړاو دقیق پلان نلري.

دا خبره پر هغه باندی د بهرنیو پالیسیو په تړاو د فشار څرگندونه کوي. هغه د امریکایی ژورنالست د وژل کیدو په اړه خپل ژور خپگان څرگند کړ.

ښاغلي اوباما د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او نورو مشرانو د اسلامي دولت د وسله والو لخوا د دویم امریکایي خبریال ستیون ساتلوف او نورو ملکي کسانو وژنه په کلکه وغندله. ولسمشر اوباما وویل چې د ترهگرو دغه ظالمانه عمل د دوي هوډ کمزوری نه کړي.

پدې برخه کې د کوم ځانگړي پلان اعلان ندی شوی خو نوی پرمختگ دا دی چې ښاغلي اوباما بغداد ته د دری سوه پنځوسو امریکایی امنیتي ځواکونو د استولو امر ورکړ.

د امریکا دفاع وزارت پرون شپې پدې اړه یو خبری کنفرانس درلود چې پکی ددې وزارت ویاند د سمندري ځواکونو تورن جنرال جان کربي د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

هغه وویل اوس به په بغداد کې د امریکایی تاسیساتو ، دیپلوماتانو، اتباعو او منافعو د ساتنې دپاره د امریکایی امنیتی ځواکونو د ټولو ټال شمیر اته سوه شلو ته اوچت شي چې د پوځي چارو ترڅنگ ورسره د روغتیایی چارو پرسونل او د هلی کوپترو او هوایی چارو بشپړ تیم هم شامل دی.

دا پریکړه د دوهم امریکایی ژورنالست تر وژل کیدو وروسته شوې.

سخت دریځو وسله والو پرون د سه شنبې په ورځ د خبریال ستیون ساتلاف د سر پرې کولو ویدیو خپره کړه.

د نړۍ مشرانو د سخت دریځو عمل انساني جنایت وبللو او ولسمشر اوباما وویل چې دغه ډول اعمال نه د دوي هوډ کمزوری کولی شي او نه یې له خپلې لارې اړولی شي.

هغه وویل، " دوی دغه نامعقوله ادعا کوي چې دغه وژنې د مذهب په نوم کوي، خو همدا ستیون و، چې ملگرې یې وایي، له اسلامي نړۍ سره یې ژوره مینه درلوده. قاتلین یې وایي چې د مظلومانو د حقوقو دفاع کوي، خو همدا ستیون وو چې په ټوله نړۍ کې وگرځید اوپه منځني ختیځ کې یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ چې د عدل او انصاف غوښتونکیو مسلمانو نارینه وو او میرمنو کیسه نړیوالو ته ورسوي."

ستیون ساتلاف له منځني ختیځ ، سوریی او عراق څخه د ملکی جنگ ځپلو وگړو په اړه رپوټونه جوړول.
ستیون ساتلاف له منځني ختیځ ، سوریی او عراق څخه د ملکی جنگ ځپلو وگړو په اړه رپوټونه جوړول.

په ویدیو کې ستیوین ساتلاف په گونډو ناست دی او یو مخ پټی وسله وال یې په سر ولاړ دی.

لومړی ساتلاف خپل ځان معرفي کوي او ورپسې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په پیغام کې وایي چې دی په عراق کې د ولسمشر اوباما د لاسوهنو تاوان پرېکوي.

هغه وایي "تا د امریکا د ولس میلیاردونه ډالر ولگول او د اسلامي دولت پر ضد په مخکینیو جگړو کې زموږ په زرگونو سرتیري ووژل شول، نو ددې جگړې په بیا گرمولو کې د امریکا خلک څه گټه کوي؟ څومره چې زه په بهرني سیاست پوهیږم، زما په یاد دي چې تا د عراق او افغانستان د جگړو د ختمولو اود گوانتانامو د زندان د تړلو له ژمنې نه پرته انتخابات نه شوای گټلی. او اوس چې ستا دوره پای ته رسیږي، یوه ژمنه دې هم پوره نکړه او په ډیره مکاری سره د امریکا خلک یو بل اور ته ور ټیل وهي."

مخ پټی وسله وال کس چې د انگلیسانو لهجه لري، مستقیماً اوباما ته وایي چې د ساتلاف مرگ په عراق کې د اسلامي دولت په حدودو باندې د امریکایي بمبار غچ دی.

د اسلامي دولت دغه وسله وال زیاته کړه، "اوباما، تا یو ځل بیا د خپلو کړنو له امله، یو بل امریکایي وواژه. تر هغې پوري چې زموږ پر خلکو ستا توغندي اوري، زموږ چاقو به ستا د خلکو په مریو تیریږي."

خو ولسمشر اوباما وویل چې دغه قاتلین د ستیون په څیر د بې گناه کسانو د وژنو له لارې د خپل هدف په ترلاسه کولو کې ناکام شوي دي.

هغه زیاته کړه، "دوی ناکامه شوي دي، د نورې نړی د خلکو په څیر امریکایان هم د دوی له وحش‍ت څخه نه ویریږي، او نه یې تر تاثیر لاندې راځي. د دوی دغه بوږنوونکي اعمال، موږ لا ډیر یوموټی کوي او د دوی پرضد د جنگیدو هوډ مو قوي کوي.

د ستیون ساتلوف تر وژلو رووسته، سخت دریځو وسله والو د یو بریتانوي خبریال ډیویډ کاوتورن هینز د وژلو اخطار ورکړ.

XS
SM
MD
LG