د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: پر دې غور کوو چې امریکایان د ډیسمبر وروسته پاته شي


عراق: پر دې غور کوو چې امریکایان د ډیسمبر وروسته پاته شي
عراق: پر دې غور کوو چې امریکایان د ډیسمبر وروسته پاته شي

عراقي لوړ رتبه مامورین وایي چې په څو لاروچارو باندي غورکوي چې امریکایي عسکر د روان کال د پای ته رسیدو نه وروسته هم په عراق کې پاته شي.

دغو مامورینو ، په تبصرو کې چې نن خپرې شوې ، ویلي دي چې دوي تمه لري چې یو محدود شمیرعسکر به، په داسي حال کې چې د امریکایي مامورینو سره پرې خبرې روانې دي، ددې اوسنۍ ټاکل شوې نېټې نه وروسته هم پاته شي.

صدراعظم نوري المالکي ، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د امریکایی قواووې د سفارت د پوځي روزنې د موجوده ماموریت د یوې برخې په حیث، په ملک کې پاتې کیدی شي، اویا هم کولای شي چې د ناټو په روزونکي ماموریت کې ورگډ شي اوپه عراق کې پاتې شي.

په دې طریقه به هغه مسله نوره مطرح نه وی چې که دغه عسکر نظامي عملیات کوي ، نو مصون به وی.

امریکا تاکید کوي چې که چیري امریکایي روزونکي پاته کیږي نو د مصونیت همدغه فعلي مقررات دي تمدید شي، خو ځیني عراقی مامورین دغه نظر ردوي.

د عراق د کابینې عمومی منشي.علی ال الاک، د فرانسې خبری اژانس ته وویل، عراق په دې ټکي ټینگار کوي چې امریکایي عسکردي مصونیت و نه لري نو په دی حساب امکان لري چه بیخي د روزنی پروگرام نه وي.

عسکرو ته د حفاظت لپاره د مصونیت د ورکولومعنی به دا وی چه هغه امریکایی عسکر به چې د رسمي کار د وخت نه ایسته ، چې ځینې خاص جنایتونه وکړي ، په هغوی به د عراق قوانین عملي کیږی.

خو امریکا به د هغو جنایتونو اصلي مسولیت ولری چې عسکر یی د وظیفی په وخت کې ، او یا په خپلواډو کې کوي. په عراق کې درو څلوویښت زره اوپنځه سوه امریکایي عسکردي . د دوه زره اواتم کال د امنیتي موافقې په اساس دغه ټول امریکایی عسکرباید د دی کال ترپایه پوری د عراق نه ووځي.

همدغه رازدغو مامورینو وویل چې نن د ماین پاکۍ شپږ کارگران هغه وخت مړه شول چه بغداد ته نژدې د څو ماینونه وچاودیدل. د څو لسیزو جنگ نه وروسته اوس هم عراق په نړۍ کی داسی یو ملک دی چې د نورو ملکونو نه په کښی د ماین چاودنې دغسی پښی ډیرې زیاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG