د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته ورسید


په عراق کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته ورسید

په عراق کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته ورسید

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا نن د پنجشنبې په ورځ د عراق پلازمینې بغداد ته ورسیدی او په هغو مراسمو کې یې برخه واخیسته چې په ترڅ کې یې په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت پای ته رسیدل ولمانځل شول. په عین حال کې په داسي حال کې چې په عراق کې د امریکايي سرتیرو حضور مخ پر ختمیدو دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغو امریکايي سرتیرو نه مننه وکړه چې په عراق کې یې خدمت کړی دی.

د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا د امریکايي سترتیرو سره یو ځای په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې په لړ کې یې په عراق کې د امریکا يوځي ماموریت ختمیدل ولمانځل شول او د نږدې ۴۵۰۰ امریکايي عسکرو یادونه وشوه چې په دې ۹ کلنې جکړې کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په عراق کې امریکايي عسکر اوس خپل وسایل ټولوي چې د روانې میاشتې د ۳۱ مې نېټې سره سم ددغه هیواد نه ووځي.

په داسي حال کې چې عراقي قواووې په ټول هیواد کې د پوځي اډو واک په لاس کې اخلي، د یو لړ امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.

پرون د چارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د خپل میرمنې میشایل اوباما سره یوځای د شمالي کرولینا ایالت په فورت برګ نظامي اډې کې وینا وکړه او هغو امریکايي عسکرو ته یې ښه راغلاست ووايه چې د عراق نه امریکا ته راورسیدل.

ولسمشر اوباما داسي وویل: ،،ستاسو د سر عالی قوماندان او د یوه داسي هیواد په استاځیتوب چې ستاسو نه مننه کوي، زه ویاړم چې بلاخره په دوو کلمو تاسو ښه راغلاست ووایم او زه پوهېږم چې ستاسو کورنۍ زما سره موافقې دي. ښه راغلاست، ښه راغلاست.،،

په داسي حال کې چې امریکايي سرتیري ځان چمتو کوي چې عراق پریږدي، ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا پوځ چې په عراق کې څه وکړل، هغه د پام وړ دي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې امریکايي سرتیري د سختو جګړو، ځان مرګو او غلچکیو بریدونو برسیره پیاوړي پاته شول.

نوموړي د هغو ۴۵۰۰ عسکرو یادونه هم وکړه چې د عراق په ماموریت کې وژل شوي دي. په دغو وژل شویو عسکرو کې ۲۰۰ یې د فورت برګ د نظامي اډې نه چیري چې اوباما وینا کوله مربوط وو.

ښاغلي اوباما وویل چې د عراق راتلونکې اوس د عراق د خلګو په لاس کې ده.

نوموړي داسي وویل: ،،عراق یوه بشپړه او آرامه سیمه نه ده. ډیرې ستونزې په مخ کې لري خو مونږ یو داسي عراق تر شا پرېږدو چې خپلواک دی، با ثباته او په ځان متکي دی او یوداسي حکومت لري چې د خلګو له خوا غوره شوی دی. مونږ د خپل هیوادونو ترمنځ یوه نوې ملګرتیا پرانیزو. مونږ دغه ماموریت په داسي حال کې پای ته نه رسوو چې وسلې مو په لاس کې وي او خپلې وروستۍ جګړه کوو، بلکې ددغه هیواد نه په مارش وځوو.،،

د یادونې وړ ده چې د عراق نه د امریکايي سرتیرو د وتلو سره ددې هیواد وګړي بیلابیل عکس العملونه لري.

د پلازمینې بغداد نه قسیم عبدالله داسي وايي: ،،که چیري امریکايایو بریاوې درلودې نو هغه هم د دوي په خپله ګټه وې. دوي د دې موضوع نه ډیره ګټه پورته کوي. د هغه ځایه چې د عراقیانو موضوع مطرح ده، ښايي چې دوي هغه بدلون چې ورته سترګي په لاره و، اوس ویني خو دوي د دې بدلون دپاره ډیرې قربانۍ ورکړي دي چې په کښي وژنې، تباهۍ او فرقه ايي تاوتریخوالی شامل دی او تراوسه پوري وضعه ثابته نه ده،،.

د یادونې وړ ده چې امریکايي سرتیري د ډیسمبر پر ۳۱ مې نېټې باندي ددغه هیواد نه وځي. د عراق ماموریت چې د ۲۰۰۳ کال د مارچ په میاشت کې پیل شو، د لسګونو زرو عراقیانو د وژل کیدو سبب شو.

XS
SM
MD
LG