د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د پوځي تجهیزاتو لپاره له امریکا پور واخیست


د عراق اقتصاد په اوس کې یواځې د تیلو په صادراتو باندې ولاړ دی

د عراق اقتصاد په اوس کې یواځې د تیلو په صادراتو باندې ولاړ دی

عراق له امریکا نه دوه عشاریه اوه میلیاردو ډالره پور غوښتی چې پرې خپل پوځ نور غم غښتلی کړي. پدغه پور به عراق جنگي جت الوتکې، ټانکونه او نور پوځي تجهیزات ورغوي.

عراق ددغو پوځي تجهیزاتو او مهاتو څخه د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه کې کار اخلي.

په عراق کې د امریکا د سفارت یوه اعلامیه وایي چې ددې پور د ادا کولو لپاره بغداد ته اته نیم کاله وخت ورکړل شوی دی. امریکا دا پور د شپږ عشاریه ۴٥ فیصده سود په بدل کې دغه هیواد ته ورکړی دی.

دغه معامله به د عراق سره مرسته وکړي چې خپلې F16 جنگي جت الوتکې M1A ټانکونه او زغره لرونکي وسایط او بریدگرۍ هیلکوپترې ورغوي. عراق به همداشان په دې پیسو خپلې سمندري بېړۍ سمبالې کړي او د تیلو د ایستلو د جنوبي ساحو د حفاظت لپاره به ترې کار واخلي.

په نړیواله کچه د تیلو د بیې راټیټیدو او د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د جگړې په وجه چې په ٢٠١۴ کې یې د عراق له دریو څخه یوه برخه ونیوله، د حکومت مالي ذخیرو ته یې تاوان ورساوه او دغه هیواد په بشپړه توگه د خپلو تیلو پر صادراتو باندې متکي دی.ټ

عراق د لووک هیډ مارتین د کمپنۍ سره د ٦٥ میلیونو ډالرو د معاملې له مخې په ٢٠١٥ کال کې د خپلو اف شپاړس جنگي الوتکو لومړی جوپه ترلاسه کړه.

XS
SM
MD
LG