د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي


د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي

د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي

د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما د هغه اعلان په اړه د عراق خلک بیلا بیل نظریات لري، چې وایي د همدې کال تر پایه پورې به ټول امریکایي عسکر د عراق نه راوباسي.

ځينی عراقیان وایي هغوي اندیښنه لري چې د هیواد امنیتي وضع نازکه ده او ممکن چې بیرته به خرابه شي خو ځیني نور بیا وایي په عراق باندې د امریکایي ځواکونو د نهه کلن یرغل نه وروسته، اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې هغوي امریکایان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د امریکا د جمهور رییس براک اوباما د اعلان نه وروسته زیات شمیر عراقیان د ملک د پایتخت بغداد لارو کوڅو ته راووتل او خپله خوښي یې څرګندوله. د بغداد یو تن اوسیدونکی بلال د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:

" بلال وایي امریکای سمه پریکړه کړیده چې د عراق نه به عسکر وباسي، هغه وایي عراق ړنګ شویدی او بغاوت پکې زور اخیستی دی خو کله چې امریکایي عسکر د عراق نه واوځي نو هغوي به خپل هیواد بیرته ودان کړي. "

کله چې په 2003 میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې ړنګ، زیات شمیر عراقیان د امریکا پدې کار باندې خوشحاله شول. خو د صدام د ظلم د خلاصیدو نه وروسته په عراق کې د هغه هیواد ولس په فرقوي شخړو او کورنۍ جګړې ښکیل شو چې تر ننه پورې ادامه لري.

د امریکا متحده ایالاتو درې کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې د روان میلادي کال په پای کې به د عراق نه خپل عسکر وباسي نو په همدې خاطر د امریکا دا پریکړه د عراقیانو لپاره د تعجب خبره نه وه.

په عین حال کې د عبدالله ال اجیلي په نامه یو تن د بغداد اوسیدونکی بیا د امریکایي عسکرو د وتلو سره موافق ندی او داسې وایي:

" دی وایی چې په عراق کې د امریکایي عسکرو حضور ته لا هم اړتیا شته ده ځک چې د عراق پوځ کمزوری دی او هم په قومي لحاظ سره ویشل شویدی. "

په عراق کې فرقوي شخړې لا هم روانې دي، په شخړو او بمي چاودنو کې هره میاشت لس ګونه خلک وژل کیږي. د امریکايي چارواکو یوه ویره دا هم ده چې د عسکرو تر وتلو وروسته به ایران په آسانۍ سره وکړی شي چې پدغه عربي هیواد کې نفوذ وکړي

XS
SM
MD
LG