د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا عراق ته ۵۶۰ اضافي پوځيان لیږي


امریکايي سرتیري به له عراقي پوځيانو سره یو ځاې د داعش جګړه مارو په خلاف جګړه کوي

امریکايي سرتیري به له عراقي پوځيانو سره یو ځاې د داعش جګړه مارو په خلاف جګړه کوي

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر وايي چې د موصل ښار ته څیرمه د یوې هوايي اډې نیول د امریکا په مشري د نړیوال ایتلاف د لس مرحله يي پروسې لومړی پړاو و. ددې هلو ځلو هدف دا دی چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې ته ماتې ورکړل شي.

ښاغلي کارټړ په بغداد کې وویل چې د موصل د ښار د نیولو دپاره به امریکا ۵۶۰ سرتیري عراق ته ولیږي چې د سیمه ایزو ځواکونو سره د موصل ښار په نیولو کې مرسته وکړي.

موصل د ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ولکه کې دی.

د امریکا د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ عراق ته ورسیدی چې د عراقي مشرانو او په سیمه کې د امریکا د قوماندان سره وګوري او د عراق د وضعیت په هکله خبرې وکړي.

د قیاره هوايي اډه چې د بغداد په ۶۰ کلیومیتړي کې موقعیت لري تر دې ورستیو پوري د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې وه خو اوس عراقي ځواکونو نیولې ده.

ښاغلي کارټړ وویل چې د قیاره هوايي اډې د نیولو هدف دا و چې د موصل ښار نږدې سیمه کې د هوايي عملیاتو او لوژستیک دپاره یو مرکز جوړ شي.

یو امریکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې ذکر شي ویې ویل چې د قیاره اډه ډیر ستراتيژیک اهمیت لري.

سیمې ته خپل په څلورم سفر کې د امریکا ددفاع وزیر اش کارټړ به د لومړي وزیر حیدرالعبادي او دفاع وزیر خالد العبیدي سره وویني او د کوردستان د نیمه خودمختاره سیمې د جمهور ریْس مسعود بارزاني سره به پر ټلیفون خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG