د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پر نوي صدراعظم باندې د ایران د نفوذ د دوام هڅه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې د یو مختصرې وینا په ترڅ کې ویلي وو که چېرې یاغیانو په موصل کې بند له منځه وړی وای، دا به د عراق شمال ته د یو ویجاړونکي سیلاب سبب گرځیدلی وای چې کیدای شوای په زرگونه خلک یې وژلای وای.

ښاغلي اوباما وویل "باید په یاد ولرو چې داعش ټولو عراقیان او ټولې سیمې ته یو گواښ دی. هغوي ادعا کوي چې د سني مذهبو استازي توپ کوي خو هغوي سني نارینه، ښځې او ماشومان وژني. هغوي ادعا کوي چې د بهرني ځواکونو خلاف دي خو هغوي په فعاله توگه بهرنیان خپلو لیکو کې جذبوي چې خپل د کرکې وړ ایدیالوژي پر مخ یوسي."

د امریکا د دفاع وزرات، پنتاگون ویلي چې په موصل کې ېې د بند په شاوخوا کې د داعش د یاغیانو په وړاندې د دوشنبې په ورځ ١٥ نور هوایي بریدونه ترسره کړي چې د یاغیانو وسلې او مرکزونه یی له منځه وړي دي.

ښاغلي اوباما ویلي چې امریکا به د عراق نوي حکومت سره خپلې مرستو ته دوام ورکړي او یو نړیوال ائتلاف به جوړ کړي چې عراقیانو ته بشري مرستې ورسوي.

د امریکا د سولې څیړنیز مرکز کې څیړونکی ستیف هیدیمن وایي د داعش په وړاندې د امریکا هوایي برید عراقي عسکرو سره په هیواد کې د اوبو او بریښنا تر ټولو لوی بند په نیولو کې مرسته وکړه، خو سوریې ته د دغو ېاغیانو بیرته په شا تمبول به د بغداد د نوي حکومت دپاره ستونزمن کار وي.

ښاغلی هیدیمن وایي "امریکا په ډاگه کړې ده چې دې ستونزې ته یعني داعش ته د عراق د مرکزي حکومت د ستونزې په سترگه گوري او د امریکا په نظر دا داسې یوه ستونزه نده چې امریکا یې حل کړای شي."

د ایران او امریکا ورته هدف

په عراق کې د سوریه میشتې یاغي ډلې داعش د ځپلو دپاره واشنگتن او تهران ورته هدف لري. خو کارپوهان وایي دا ایران دی، نه امریکا چې په بغداد کې به د عراق د نوي حکومت کې په جوړښت، داخلی اصلاحاتو او د سوریې د جگړې په برخه کې ډیر نفوذ ولري.

د عراق د نومول شوي صدراعظم حیدر العبادي سره په ملاقات کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر وویل هغه باید د جگړه مارانو په وړاندې، په عراق کې میشت سني شعیه او کردان سره یوځای کړي.

هغه زیاته کړه "له هغه نه ډیرې سترې هیلې کېږی چې بیلا بیلې سیمې او مذهبونه سره متحد کړي او په خپل حکومت کې د هغو ټولو استازي توب وکړي. دا ځکه اړین کار دی چې دا یوازنۍ لاره چې د داعش ترهگره ډله دناراضېانو له ملاتړ نه بې برخې کولی شي."

عراق
عراق

د عراق نوی نومول شوی صدراعظم حیدر العبادي به د داعش د یاغیانو په وړاندې جگړې کې د دواړو هیوادو ایران او امریکا موثریت ته اړتیا ولري خو تر څنگ به یې دا هڅه هم کوي چې سني او کردانو ته قناعت ورکړي چې د ده د نوي حکومت ملاتړ وکړي.

سني مشران په دې غور کوي چې د نوي حکومت ملاتړ وکړي که نه او وایي مخکې له دې چې د داعش سني یاغیانو په وړاندې اقدام وکړي باید په امنیتي ځواکونو کې چې اکثریت یې شعیه مذهبه دي بدلون راشي.

د الدلیم د قبیلې مشر علي حاتم سلیمان بیا داسې وایي"د داعش یاغیان مونږ ته کومه لویه ستونزه نده چې مونږ ورنه کړیږو. هغه باید لومړی د امنیت او استخباراتو ادارې تصفېه کړي."

ښاغلی هیدېمن وایي دا مسله ایران هم پکښې ښکیلوي ځکه چې پخواني حکومت کې یې د داسې یو وضعیت په رامنځ ته کولو کې مرسته کړې ده، او په هر هغه څه کې چې په عراق کې کیږي ایران به خپل نفوذ ته دوام ورکړي.

ښاغلي هیدیمن زیادته کړه " دا فرق نکوي چې کوم شعیه په عراق کې صدراعظم دی. ایران به په عراق کې د خپل نفوذ استعمال ته ادامه ورکړي."

ایران نه یوازې د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړی دی بلکې د سورېې سره له اړېکو نه په استفادې سره د حزب الله یاغیان، په وسلو سمبالوي. په امریکايي پوهنتون کې پروفیسر گای زیف وایي د واشنگتن او تهران تر منځ په پراخه همکاري کې بدلون راتللی شي.

پروفیسر زیف وایي "له ایران نه د سوریې له لارې د لبنان حزب الله ته یو په بل پسې انتقالات شوي دي او اکثره یې د اسراییل له خوا په لار کې راگرځول شوي. زما په اند د ایران او امریکا په اړیکو کې ښه والی دا هیله زیاتوي چې شاید دغه مثلث مات شي."

خو د امریکا پخوانی سفیر ادم اریلي وایي د یو مشترک دښمن درلودل په دې معنا نده چې د واشنگتن او تهران ترمنځ به بنیادي اختلافات له منځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG