د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق لومړی وزیر نوري المالکي چې واشنګټن ته په سفر راغلی دی د امریکا نه یې په عراق کې د روان تشدد په ختمولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې چې مالکي به د پنجشنبې په ورځ د امریکې د دفاع د وزیر چک هیګل سره وګوري او د پوځي مرستې غوښتنه به ځیني وکړي.

مالکي به د امریکايي چارواکو سره په خپلو ملاقاتونو کې زیات تاکید د امریکا او عراق ترمنځ په دوو اړخیزو اړیکو او نظامي مرستې باندی وکړي.

په عراق کې یواځي سږکال په خونړیو حملو کې تراوسه پوري د ٧٥٠٠ نه زیات خلک وژل شوي دي چې دعراق حکومت یې پړه د القاعدې پر غاړه وراچوي.

مالکي غواړي چی امریکا ورسره دعراق دهوایي ځواکونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. نوموړي د چارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوبایډن سره وکتل. جوبایډن ورته ډاډ ورکړ چې امریکا به دعراق سره خپلې مرستې جاري وساتي. ښاغلي بایډن داسي وویل:،، مونږ عراق سره په خپلو ژمنو او تعهداتو باندې کلک ولاړ یوو. مونږ به د عراق سره خپله مرسته او ملګرتیا جاري وساتو.،،

له بلي خوا یو شمیر بانفوذو امریکایي سناتورانو د نوري المالکي په سیاست او د حکومت کولو په شیوې باندې کلک انتقادونه کړي دي او نوموړی په عراق کې د روانې وضعې مسوول ګڼي.

عراق اوس د سخت امنیتي وضیعت سره مخامخ دی او په کښي تشدد هغه کچې ته رسېدلی دی چې د فرقه ايي جګړو ویره او اندېښنې یې راپیدا کړي دي. په عراق کې تشدد وروسته له هغه نه زیات شو چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکا خپل محاربوي ماموریت هلته پای ته ورسوی.
XS
SM
MD
LG