د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق بیلابیل ښارونه زوره ورو چاودنو لړزولي دي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي او په لسگونه ژوبل شویدي.

پولیس وايي چې یوه حمله د روژه ماتي نه مخکې د کربلا په سیمه کې وشوه چې څلور کسان پکې ووژل شول. بله بیا ناصریې په سیمه کې وشوه چې پینځه کسان پکې ووژل شول او دریمه حمله هم د مصیاب په سیمه کې وشوه او شپږ کسان په کښي ووژل.

همدا شان د کوت او بصرې په سیمو کې هم چاودنې شوي چې لا ېې تلفات نه دي په ډاګه شوي.

د بلي خوا عراقي چارواکي وايي چې نامعلومو حمله کونکو د عراق په شمالي برخه کې د یو محلي دولتي چارواکي په ګډون شپږ کسان وژلي دي

پولیس وايي چې د موصل په یوې امنتي پوستې باندي حملې کې دوه عسکر وژل شویدي.

څو ساعته وروسته هم په موصل کې د ښاروالۍ یو غړی او د هغه زوی په ډزو کې ووژل شو.

همدا راز د موصل په جنوبي برخه کې وسله والو کسانو د پولیسو په یوې پوستې ډزې کړیدي او دوه تنه پولیس یې وژلي دي.

په عراق کې د روژې د میاشتې د پیل کیدو سره د تشدد په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG