د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنې ۱۵ کسه وژلي


عراقي چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال کې د موټر بم په چاودنې کې لږ تر لږه پنځه لس کسه وژل شویدي چې اکثره په کې ماشومان دي.

دغه چاودنه د یکشنبې په ورځ په محلي وخت د هفتې په شروع کې وشوه او د ابتدایي ښوونځي د ودانۍ یوه بر خه یې ونړوله. داسي ویره شته چې ډیر نور ماشومان به د دې ودانۍ لاندې بند پاتي وي.

په عین حال کې چارواکي وایي چې لس ګونه تنه نور خلک، د سوریی سرحد ته نژدې د قباط په کلي کی په چاودونو کې زخمی شویدي.

ددې چادونو نه یوه ورځ مخکي په ټول عراق کې د بیلابیلو چاودنو له کبله ۶۵ کسه ووژل شول. په بغداد کې په شیعه زیارت کونکو باندې حمله وشوه او د پایتخت په شمال کې په یوه چایخانه کې ځان مرګه برید وشو.

جگړه مارانو په دې ورستیوو میاشتو کې، په چایخانو، جوماتونو ، مارکیټونو او د جنازو د مراسمو په شمول په عامو ځایونو باندې حملې زیاتې کړیدي.

د دوه زره اتم کال راهیسې په عراق کې مرګانی پیښې زیاتې شویدي او تحلیل ګران ویره څرګندوي چې بیرته د شیعه گانو او سونیانو ترمنځ داخلي جنگ پیل نه شي.

په عراق کې وروسته له هغه نه چې آمریکايي ځواکونه په بشپړه توګه ووتل، تاوتریخوالي زور واخیستی.
XS
SM
MD
LG