د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د جومات په چاودنه کې ۲۳ کسه وژل شوي


د عراق په پلازمېنې بغداد کې د یوه جومات دباندي په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۳ کسه وژل شوي دي. په چاودنه کې سني عبادت کونکي په نښه شوي دي.

د جمعې دورځې برید د عراق د پلازمېنې شمال لوري ته د بقوبه په سیمه کې وسو او د هغو بمي چاودونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده چې په کښي روانه اونۍ په لسګونو تنه خلګ ووژل شول.

د بنچشنبې په ورځ هم په دوو جلا جلا چاودنو کې چې د کیرکوک او د بغداد شعیه میشته سیمې په نښه شوې، لږ تر لږه ۲۵ کسه ووژل شول. دغه راز د چارشنبې په ورځ هم ددغه هیواد په پلازمېنې کې د بمي چاودنو له کبله لږ تر لږه ۳۳ کسه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ددغه بمي چاودنو د تلفاتو پړه پر فرقه ايي تاوتریخوالي ورواچوله چې ددغه هېواد پر امنیتي وضیعت باندي یې اغیزه کړې ده. دغه فرقه ايي تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د عراق امنیتي ځواکونو تیره میاشت د کیرکوک په سیمه کې پر سني مظاهره کونکو باندي برید وکړ.
XS
SM
MD
LG