د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنو ۱۳ کسه وژلي


په عراق کې د موټربم په دوه چاودنو او ېوې ځان مرګي حملې کې لږ ترلږه ۱۳ عراقیان وژل شویدي.

عراقي چارواکي وايي، دغه چاودنې د دوشنبې په ورځ د خوراکي موادو په بازار کې شویدي. دغه بازار د بغداد نه تقریبا څلویښت کیلومتره لیرې شمال پلو ته د جدیده الشات په ښار کې دی چې اکثره اوسیدونکي یې شیعه ګان دي.

ددې برید نه مخکي، پرون یوه ځان مرګه بم چوونکي د عراق په پایتخت کې د موټر بم په حمله کې ۷ تنه د ځان سره ووژل اولږ تر لږه ۱۸ نور ېي ټپیان کړل. پرونۍ حمله د بغداد شمال پلو ته په کدیما ښار کې د شیعه په سیمه کې شویده.

تر اوسه لا هیڅ ډلې نه دي ویلې چې دا حملې یې کړیدي.

په دی ورستیو اونیوو کې په عراق کې د تشدد د زیاتیدلو له امله دا اندیښنې پیدا شویدي چې فرقه یي جنگونه جوړ نشي. چارواکو ددې تازه حملو ملامتي په سونی یاغیانو اچولې ده.
XS
SM
MD
LG