د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنو ۳۰ کسه وژلي


د عراق په جنوب کې د موټر بم په چاودنو او په شمال کې په ډزو کې لږ تر لږه ۳۰ کسه وژل شوي دي او په لس ګونو تنه نور ټپیان دي.


چاودنې د یکشنبې په ورځ د بغداد په جنوب کې د شعیه ګانو په سیمه کې شوي دي.
پولیس وايي چې یوه چاودنه د د نجف په ښار کې په یوه مارکټ کې شوې ده او په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۷ کسه وژل شوي دي.


دغه راز د بصرې په ښار کې هم دوو چاودنو ۶ کسه وژلي دي په داسي حال کې چې د نصریې، محمدیې، حیلاح او نجل په ښارونو کې هم د موټر بم چاودنې شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي چې د موصل په ښار کې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې باندي ډزې کړي دي لږ تر لږه ۴ د پولیسو افسران یې وژلي دي.

تراوسه پوري ددغو بریدونو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.


په دې ورستیو اونیوو کې په عراق کې تشدد زیات شوی دی او داسي اندېښنې یې پیدا کړي دي چې ګوني په دې هېواد کې پراخې فرقه ایي جګړې پیل نشي. چارواکو د ورستیو نښتو پړه پر سني یاغیانو او القاعدې باندي وراچولې ده.
XS
SM
MD
LG