د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په چاودنو کې په لسګونو تنه وژل شوي


د عراق د موصل په ښار کښې یوه ځانمرګه برید کوونکي د پوځ په موټر برید کړی، لږ تر لږه 25 کسان یې وژلي دي.

په یوې بلې پیښې کې بیا جګړه مارانو د بغداد ښار ته نږدې په دوو زندانانو باندي خونړي بریدونه کړیدي.

پولیس وایي په پوځي موټرو باندې په ځانمرګي برید کښې 22 عسکر او درې عام خلک وژل شویدي. چارواکي همدارنګه وایي چې پدې برید کښې ګڼ شمیر خلک ټپي شوي هم دي چې د یو شمیر وضیعت یې خراب دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

بل پلو چارواکي وایي وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ د بغداد ښار په اطرافو کښې د ابو غریب او تاج په نامه دوه مشهورو زندانانو باندي برید کړی او لږ تر لږه د امنیتي ځواکونو 25 تنه یې وژلي دي.

جګړه مارانو پدې برید کښې چې د شپې تر ناوخته یې ادامه درلوده، د هاوان توغنیدو او موټرو نه کار اخیستی دی چې چاودیدونکي مواد پکښې بار شوي وو.
XS
SM
MD
LG