د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په چاودنو کې ۲۱ کسه وژل شوي


عراقي چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ د پلازمېنې بغداد په مربوطاتو کې په دوو مصروفو مارکیټونو کې د یو لړ بمي چاودنو په لړ کې لږ تر لږه ۲۱ کسه وژل شوي دي.


پولیس وايي چې تر ټولو خونړۍ پېښه د سبا البور په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې د پلازمېنې په شمال کې موقعیت لري. په دې پېښې کې درې بمونه وچاودېدل او لږ تر لږه ۱۴ کسه په کښي ووژل شول. دغه راز د بغداد په جنوب کې د دورا په سیمه کې بله چاودنه وشوه چې په کښي لږ تر لږه ۷ کسه ووژل شول.


تراوسه پوري چا د دې بریدونو پړه په غاړه نه ده اخیستې. په عراق کې په روان کال کې تشدد زیات شوی دی په داسي حال کې چې د دغه هېواد د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي. دغه راز بریدونو په عراق کې د فرقه يي جګړو ویره پیدا کړې ده.

په عراق کې د امریکا د پوځ د وتلو سره امنیتي وضیعت خراب شوی دی. ملګري ملتونو وايي چې په عراق کې د اپریل او اګست میاشتو ترمنځ په بیلابیلو بریدونو کې د ۴ زرو نه زیات خلګ وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG