د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق جگړې د ترهگري گواښ زیات کړ - ارزونه


د عراق د جگړې په هکله هغه راپور بلاخره خپور شو چې له ډیره وخته یې انتظار کیدو.

په دې راپور کې چې د څیړونکې ډلې مشري سر جان جیلکات په غاړه لري په عراق کې د بریټانې نقش ارزول شوی دی.

ښاغلي جیلکات د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل چې دا راپور یې د څو کلونو په اوږدو کې د استماعیه غونډو د اوریدو او د ١٥٠ زرو اسنادو د شننو وروسته خپور کړی.

په دې اسنادو کې ویل شوي چې ایا په عراق باندې د امریکا په مشري برید اړین و کنه او ایا د سیمې د اوسنۍ بې ثباتۍ او نا امنۍ په هکله وړاندوینه شوې وه که نه.

ښاغلي جیلکات وویل "په عراق کې ښایي یو وخت پوځي اقدام اړین وای خو د ٢٠٠٣ میلادي کال د مارج په میاشت کې بریتانیې ته له صدام حسین نه سملاسي خطر متوجه نه و"

سر جان جیلکات زیاته کړه "دا پریکړه چې باید عراق ته لاړ شو تر دې مخکې وشوه چې نړیواله ټولنه په عراق کې د وسلو ټولو سوله ایزه لاره وکاروي او په هغه هیواد کې ویجاړونکو وسلو د خطر جدیت په اړه چې رایې په څومره باور سره وړاندې شوه بیا ثابته نه شوه"

توني بلیر، د بریتانیې پخوانی صدراعظم، د عراق په بصره کې د خپلو سرتیرو د لیدو په مهال ٢٠٠٥ کال
توني بلیر، د بریتانیې پخوانی صدراعظم، د عراق په بصره کې د خپلو سرتیرو د لیدو په مهال ٢٠٠٥ کال

په عراق کې د ویجاړونکې وسلو ځرک هم ونه موندل شو.

جلیکات وویل عراق باندې تر برید مخکې نه یوازې په هغه هیواد کې د خپلمځني جگړو او د القاعدې فعالیت گواښ بلکې سیمه ایز ثبات ته گواښ په ډاگه ذکر شوی و.

ښاغلي جیلکات همدارنگه د بریتانې پخواني صدراعظم توني بلیر ته اشاره وکړه چې ورته خبرداری ورکړ شوای چې پوځي اقدام به بریتانې ته د القاعدې له خوا گواښ ډیر کړي.

توني بلیر دا تورونه رد کړي دي چې گواکې هغه په غیر منصفانه ډول د عراق جگړې ته وردانگلي دي چې په نتیجه کې یې ١٧٩ بریتانوي عسکر وژل شوي دي.

ښاغلي بلیر د چهارشنبې په ورځ وویل" که د صدام حسین په وړاندې زما د پوځي اقدام د پریکړې سره خلک موافق وي که نه وي، ما د ښه نیت لپاره دا اقدام وکړ چې زما په باور د هیواد د گټو لپاره وو."

XS
SM
MD
LG