د لاس رسي وړ اتصالات

په میلیونونو عراقي ماشومان د جگړې ښکار دي


یونسیف وایي عراق د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی
یونسیف وایي عراق د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی

د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق یا یونیسف خبرداری ورکړی چې ٣،٦ میلیونه عراقي ماشومان د مرگ ژوبلې، جنسي تیري، تښتونې او په وسله والو ډلو کې د استخدام له خطرونو سره مخامخ دي.

دغه اداره د عراق په جگړه کې په ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوي چې د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

د ملگرو ملتونو دغه اداره په خپل رپوټ کې وایي په عراق کې د هغو کوچنیانو شمیر چې د مرگ له خطر او په جگړو کې د استثمار کیدو له گواښ سره مخامخ دي په تیرو ١٨ میاشتو کې یو عشاریه درې میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونسیف وایي عراق د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی.

جگړه ځپلي عراقي ماشومان
جگړه ځپلي عراقي ماشومان

رپوټ وایي د ٢٠١۴ کال راهیسې د عراق په شمالي او لویدیځو پراخو سیمو باندې د اسلامي دولت د ډلې یرغل او د هغوی پر وړاندې پوځي عملیاتو پر شاو خوا څلور عشاریه اوه میلیونو عراقي ماشومانو باندې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ډارونکی اثر کړی دی.

دوی دا هم وایي چې ماشومانو ته سم روغتیایي خدمتونه نه رسیږي او د زده کړو حالت یې خورا خراب دی.

په عراق کې د یونسیف استازی پتر هاوکینز وایي "ماشومان د جگړې په لومړی کرښه پراته دي او پرله پسې توگه په پوره بیرحمۍ هدف گرځي."

د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په جگړه ځپلي عراق کې د ماشومانو د چټکې ژغورنې غږ کړی دی او د اسلامي دولت د ډلې تر کنترول لاندې سیمو په گډون په ټول عراق کې یې ماشومانو ته د بشري مرستو د رسولو او د ښه زده کړو غوښتنه کړې ده. دوی همداشان ماشومانو ته د رواني ناروغیو د درملنې او تفریحي پروگرام پلي کیدل غوښتي دي.

یونسیف وایي چې په عراق کې د ٢٠١٦ کال د پروگرامونو د پلي کولو لپاره ١٠٠ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ٢٠١١ کال راهیسې چې امریکایي ځواکونه له عراق څخه وتلي دي، دغه هیواد د سخت امنیتي کړکیچ سره مخامخ دی. د ٢٠١۴ کال په اوړي کې د داعش ډلې ددې هیواد په شمال او لویدیځ کې پراخې سیمې ونیولی او د عراق دوهم ستر ښار موصل او د انبار ولایت زیاته برخه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

خو له هغې وروسته چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د داعش په پرزولو کې د عراقي ځواکونو سره مرسته پیل کړې، عراقي ځواکونه توانیدلي دي چې د فلوجه ښار په گډون ځنې سیمې له داعش څخه بیرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG