د لاس رسي وړ اتصالات

له عراق نه ټول امریکايي محاربوي عسکر ووتل


په داسي حال کې چې د اګست د ۳۱ نېټې مهلت مخ پر رانږدې کیدو دی، د جمهور رئیس اوباما د حکومت د پلان سره سم د امریکايي قواوو وروستۍ محاربوي لوا د عراق څخه ووتله او په دې سره په عراق کې د امریکايي محاربوي ماموریت پای ته ورسید.

د امریکا خبري سرچینې او تلویزوني شبکې چې د وروستۍ لوا د وتلو خبر ورکړی دی. د رپوټونو له مخې د لوا مربوط وروستۍ محاربوي موټرې نن د پنجشنبې په ورځ د سرحد څخه کویټ ته واوښتې.

خو د امریکا د حکومت چارواکي وايي چې په عراق کې د امریکا محاربوي ماموریت پای ته نه دی رسیدلی اوس هم ورته محاربوي قواووې په عراق کې موجودې دي.

ددغو قواوو شمیر نږدې ۶ زرو قواوو ه رسېږي چې ټاکل شوې د اګست د میاشتې په پای کې د عراق نه ووځي.

د میاشتې په پای کې د محاربوي قواوو د وتلو سره سم به ۵۰ زره قواووې په عراق کې پاته شي او د عراق امنیتي قواووې به وروزي چې څه ډول د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي.

امریکايي قواوو په عراق کې نږدې ۷ کاله د عراق د آزادۍ په نامه نظامي عملیات ترسره کړل. دغه عملیات د پخواني جمهور ریْس جورج بوش د خوا پیل شول.

په دغو عملیاتو کې ۴۲۰۰ امریکايي عسکر ووژل شول او ۳۰ زره نور یې ټپیان شول. جمهور ریْس اوباما په عراق کې د امریکايي قواوو دپاره یو مهلت ټاکلی او هغه د ۲۰۱۱ کال پای دی چې ټولې امریکايي قواووې به د عراق نه راووځي.

XS
SM
MD
LG