د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش بریدونو یمن او عراق کې لسګونه کسان ووژل


د یکشنبې په ورځ د یمن د حضرموت ولایت د مکالا په بندر کې په ځانمرګي برید کې د یمن ۳۱ پولیس ووژل شول. پر دغې سیمې تر همدا تېرې میاشتې پورې دالقاعده جنګیالي واکمن وو، چې یمني ځواکونو د امریکا په مرستې وشړل.

یوه چارواکي وویل ځانمرګي د فوا په سیمه کې د ګمارل شویو پولیسو کتار ته ننوت او بیا یې ځان والوزوه. په برید کې تر ۶۰ ډېر کسان ژوبل شوي هم دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي دویم برید، چې د بمب چاودنه وه، د حضرت موت ولایت د امنیتي ځواکونو پر مشر، جنرال مبارک الابثاني، وشو چې شپږ ساتونکي یې ووژل خو پخپله الابثانی لږ ژوبل شو.

داعش د ځانمرګي برید مسؤلیت اخیستی دی. د پنجشنبې په ورځ، د یمن په مکالا کې د خلف په یو مرکز باندې د جهادیانو په ځانمرګو او وسله والو بریدونو کې د یمن ۱۵ سرتیري ووژل شول.

امنیتي چارواکي وايي د مکالا له بیا نیولو ورسته یې د القاعدې ۲۵۰ جګړه ماران نیولي دي.

اخوا، په بغداد کې هم د داعش جنګیالیو په بریدونو کې لږ تر لږ ۱۲ تنه ووژل شول. چارواکي وايي د داعش یو شمېر جنګیاليو لومړی د بغداد په شمال کې د ګازو پر یوې فابریکې برید وکړ او بیا نور بریدګر، چې ځانمرګي هم په کې وو، د ګازو فابریکې ته ورننوتل او جنګ یې پیل کړ.

د اسوشیټډ پرس اژانس ته چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۲۵ سرتیري ژوبل شوي هم دي. د داعش اړوندې، د اماق خبري اژانس ویلي چې دا برید "د خلافت جنګیالیو" وکړ.

د داعش ډلې په دې وروستیو کې په بغداد او نورو سیمو کې خپل دا ډول بریدونه زیات کړي دي. د تېرې چهارشنبې راهیسې په بغداد کې د داعش په ځانمرګو او نورو بریدونو کې تر۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG