د لاس رسي وړ اتصالات

د آیرن خونړی توپان د امریکا شمال ته روان دی


د آیرن خونړی توپان د امریکا شمال ته روان دی
د آیرن خونړی توپان د امریکا شمال ته روان دی

د آیرن نومی سمندري توپان له امله ، چې قوي باد او باران ورسره ملګری دی، او درګرده دامریکا ختیځې برخې وهي، اته کسه مړه شویدي او د موټرو او الوتکو تګ راتګ هم بند شویدی.

د توپانونو د معلومولو ملي مرکز وایي، آیرن په داسې حال کې نیویارک ته رسیږي چې د باد سرعت یې په ساعت کی ١٢٠ کیلو متره دی.

د هوا پیژندنی مامورین وایي، ددې ښار د ډیرو لوړو ودانیو، پورتني پوړونه به د لاندنیو منزلونو نه باد سخت ووهي.

د هوا اټکل کوونکي وایي آیرن به نن ماسپښین مهال د امریکا په شمال ختیځې سیمې کې، د نیوانګلیند جنوبی برخو ته ورسیږي او د شپې به کاناډا ته ورسیږي.

ددغه طوفان د اغیزو له امله دوه اتومي بټۍ، یوه په مریلنډ کې اوبله په نیوجرسي کې پرچاو شویدي.

مقامات وایي، دغه اتومي تاسیسات ندي زیانمن شوي او هیڅوک نه دی ژوبل شوی.

آیرن نومی توپان، پرون وختي، شمالي کرولینا ساحلي سیمو ته ورسید، په کوڅو کې سیلاونه راغلل او قوي باد چې سرعت یې په ساعت کې ١۴٠ کیلومتره و، ونې چپه کړې.

وروسته دغه طوفان، د واشنګتن لور ته مخه کړه. د قوي باد او باران له امله یې هلته سیلاوونه جوړ کړل او ونې یې وغورځولې.

د امریکا په خیتځې سیمې کی قریب دوه ملیونو کورونو او کاروبارونو برق تللی و او لږ تر لږه اته کسه یې وژلي دي.

لس ګونه ملیونه خلک ددې طوفان په لاره پراته دي او د ملک ډیرې پرنفوسه سیمې دي.

په ویرجینیا او ډیلاور کې هم دغه طوفانونه پیدا شوي بړبوکیو، ډیر کورونه وران کړیدي. خطر شته چې همدغسی بړبوکي په نیویارک او نورو سیمو کې هم وشي.

XS
SM
MD
LG