د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له روسیې جنگي جټ رانیسي


سوخوی-٣٠ جنگي الوتکې د امریکایي F-15E بمبارد الوتکو سره پرتله کیږي.
سوخوی-٣٠ جنگي الوتکې د امریکایي F-15E بمبارد الوتکو سره پرتله کیږي.

د ایران د دفاع وزیر جنرال حسین دهگان د دفاع وزارت په ویبپاڼه کې لیکلي چې هیواد یې له روسیې څخه سوخوی-٣٠ ډوله الوتکې اخلي، خو هغه نه دي ویلي چې هیواد یې څومره شمیر الوتکی اخلي او د تړون د لاس لیک کولو نیټه یې هم نه ده ذکر کړې.

جنرال دهګان ویلي دي چې د روسیې سره د تړون له مخې ایران به ددغو جنگي الوتکو په تولید کې هم برخه ولري. نوموړي ویلي " ایران جدي اړتیا لري چې خپل هوایي ځواک او جنگي الوتکی ته ځیر شي."

په منځني ختیځ کې د یو سیمه ییز ځواک په توگه ایران ته د تجهیزاتو درلودل مهم دي چیرته چې دغه هیواد د یمن او سوریې په کړکیچ کې د خپل سیال بل سیمه ییز ځواک سعودي عربستان د مخالفې غاړې ملاتړ کوي.

سوخوی-٣٠ جنگي الوتکې د امریکایي F-15E بمبارد الوتکو سره پرتله کیږي.

د ایران هوایي ځواک لاهم په پخوانیو روسي الوتکو او د اویایمې لسیزې په F-14 A امریکایي تام کټز جنگي الوتکو ولاړ دی.

د ایران د دفاع وزیر همداشان د چین څخه د جنگي الوتکو د اخیستلو راپورونه رد کړي دي.

له بلې خوا روسیې ایران ته د S-300 دفاعي میزائیلو د سیستم لیږدول پیل کړي دي، دا هغه پرمختلی دفاعي سیستم دی چې د ملگرو ملتونو د بندیزونو په خاطر په ٢٠١٠ کې یې لیږدول ایران ته ځنډول شوي وو.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ٢٠١٥ کال د اپریل په میاشت کې ایران ته د هوایي دفاع د میزائیلو د دغه سیستم ورکړه منلې وه. په دې سره به د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي وړتیا لوړه شي.

د ایران هڅه چې خپل هوایي ځواک پیاوړی کړي تر دې دمه په عمومي توگه په داخلي پروژو ولاړ و چې زړه تکنالوژي یې نوې کوله او همداشان په هیواد کې دننه یې استخباراتي او بریدگرو دورن جوړ کړل. ایران همداشان د میرائیلو د پروگرام په تولید کې هم پرمختگ کړی دی.

XS
SM
MD
LG