د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د داعش یو قوماندان وژل شوی


پاکستاني پولیس وایي د داعش د ډلې قوماندان یې د کراچۍ په ښار کې وژلی
پاکستاني پولیس وایي د داعش د ډلې قوماندان یې د کراچۍ په ښار کې وژلی

په پاکستان کې پولیس وایي امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش یو قوماندان وژلی دی. مبصرین وایې د دې نه معلومیږي چې په پاکستان کې د داعش خطر مخ په زیاتیدو دی.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پولیسو یو جنرال مشتاق مهر خبریالانو ته وویل چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې دغه قوماندان کامران اسلم نومیده او د کراچۍ ښار د اتحاد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په چاپې کې ووژل شو.

جنرال مهر وایي چې پولیسو پدې چاپې کې یو ټوپک، درې لاسي بمونه او چاودیدونکي مواد هم تر لاسه کړیدي.

پاکستان چاراکو د کامران اسلم پر سر چې په کامران ګجر هم مشهور و، د دوه نیم میلیونه کلدراو انعام هم ایښی و. د پولیسو جنرال مشتاق مهر وایي " ګجر د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لخوا روزل شوی و او تر دې وړاندې د القاعده پورې یوې تړلې ډلې سره یې کار کاوه. "

د پاکستان د پولیسو په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې " کامران ګجر د کراچۍ او حیدر آباد په ښارونو کې په پولیسو او د رنجر په ځواکونو څو مرګاني بریدونه کړي و. " په اعلامیه کې ویل شوي چې لږ تر لږه څلویښت پولیس په هغو بریدونو کې وژل شویدي چې کامران ګجر رهبري کړي و.

پولیس همدارنګه وایي چې کامران ګجر " په مشهور سیاستمدارانو او بانکونو هم په بردیونو کې لاس درلود

XS
SM
MD
LG