د لاس رسي وړ اتصالات

دننګرهار په اچین یو ځل بیا د داعش وسله والو برید کړی


د دې اونۍ په سر کې هم د داعش وسله والو د اچین په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړې وو.
د دې اونۍ په سر کې هم د داعش وسله والو د اچین په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړې وو.

سیمه ییز چارواکي وايي،چې نن سهار وختي داچین ولسوالۍ پر دوو سیمو کوشتل او عبد الخېلو کې دداعش ډلې تر زرو جګړه مارو پر حکومتي پوستو دسپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي او توده جګړه روانه ده .

داچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل،چې له پاکستان څخه را وښتو سلګونو وسله والو دپوله ساتو او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړي چې تر اوسه پکې لږ تر لږه ۴۸ ددولت مخالف وسله وال وژل شوي او لسګونه نور زخمیان دي.

نوموړی وايي دننګرهار دامنیه قوماندان په مشرۍ د داعش خلاف جګړه روانه ده او تازه دمې قوه ور رسېدلې ده .

ولسوال چې له امریکا غږ سره یې پر ټلیفون خبرې کولې دسختو ډزو غږونه اورېدل کېدل

نوموړي وویل:" په جګړه لګیا یو خو مخالفین یې زیات دي دمرګ ژوبلې تازه مالومات نه کېږي".

نوموړی همدا راز وايي،چې دملي اردو چورلکې ور رسېدلي او په شوي بمبارۍ کې یې ګڼ وسله وال وژل شوي دي.

که څه هم ولسوال منلې ،چې یو شمېر امنیتي سرتیري ټپیان دي،خو داچین په ګاونډ غني خېلو ولسوالۍ روغتون کې یوې روغتیايي سرچینې امریکا غږ ته وویل،چې دسرحدي پولیسو نهه ټپیان یواځې دوی ته ور وړل شوي دي.

دسیمې اوسېدونکي وايي،چې دداعش وسله والې ډلې دسرحدي پولیسو یو شمېر پوستې نیولې او اور یې ور اچولی دی .

دوی دنوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل،چې جګړه ورو ورو دولسوالۍ په لور روانه ده .

امنیتي چارواکو ویلي،چې دوی له داعش ډلې سره په کلک مقاومت کې ښکېل دي.

تر اوسه دداعش یا کومې بلې وسله والې ډلې دتازه بریدونو او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې هم داچین ولسوالۍ په عبد الخېلو سیمه کې دداعش ډلې دسرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي و،چې تر سختې جګړې وروسته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه او تر څو ساعته حګړې وروسته حکومت بایللې پوستې بېرته نیولې وې.

XS
SM
MD
LG