د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پوهنتون د ناندریزې مظاهرې پلټنه کیږي


د لوړو زده کړو وزارت وايي هغه کسان به عدلي او قضايي څانګو ته ور وپېژني چې مظاهرې کې د "امارت او خلافت اسلامي" بېرغونه يې لېږدول.
د لوړو زده کړو وزارت وايي هغه کسان به عدلي او قضايي څانګو ته ور وپېژني چې مظاهرې کې د "امارت او خلافت اسلامي" بېرغونه يې لېږدول.

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي هغه کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وپېژني چې د ننګرهار پوهنتون د محصلینو له مظاهرې نه يې سیاسي استفاده کړې ده.

د وزارت یوه اعلامیه هغه کسان "ورانکار" وبلل چې په مظاهرې کې يې د طالبانو د اسلامي امارت، داعش او حزب اسلامي بېرغونه لېږدول او د هغوی په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

له دغه لاریون وروسته دپوهنتون ادارې او ننګرهار امنیتي او کشفي ادارو پلټنې پیل کړي.

دننګرهار په پوهنتون کې د یکشنبې ورځې لاریون ظاهرآ د بدل اعاشې د غوښتلو په نیت و، خو شعارونه یې سیاسي وو.

په لاریون کې یو شمېر کسانو خپل مخونه په تورو څادرو پټ کړي وو.

ددغه پوهنتون په محصلینو او ان استادانو کې دتنظیمونو پالل او ډلبازۍ ګنګوسې له کلونو راهیسې تودې روانې دي.

دننګرهار پوهنتون مشرتابه پر دغه مسئلې اندېښمن دی او وايي دا کار دګوتو په شمار کسانو کړی.

د ننګرهار پوهنتون مشر ببرک میاخېل ددغې مسئلې جدي څېړل پیل کړي او له امنیتي او کشفي ادارو یې په دې برخه کې مرسته غوښتې ده.

دننګرهار ولایتي ادارې هم په پوهنتون کې ددولت مخالفې غاړې پر پلوۍ ښکاره نارې او دبېرغونو پورته کول د اندېښنې وړ مسئله بللې ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبد الزی وايي یو شمېر مظاهره کونکو دافغانستان ملي بېرغ ته هم سپکاوی کړی او دپولیسو په مخکې له څیرې کولو وروسته پرې ګرځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG