د لاس رسي وړ اتصالات

داعش که طالبانو، هزاره مسافر چا ووژل؟


 داعش هغه ډله ده چې په سوریې او عراق کې یې هم شیعه مسلمانان وژلي دي.
داعش هغه ډله ده چې په سوریې او عراق کې یې هم شیعه مسلمانان وژلي دي.

په زابل کې د اوو افغان هزارګانو له وژلو وروسته داسې اندېښنې پېدا شوي چې شاید د دغو مسافرو د وژونکو هدف د افغانانو ترمنځ قومي اختلافاتو ته لمن وهل او د مذهبي تربنګۍ پارول وي.

د زابل چارواکو او په ولسي جرګي کې د دغه ولایت د خلکو استازي د دغو هزارګانو په وژلو کې د داعش جنګیالي ګرم بولي.

په ولسي جرګي کې د زابلیانو استازی عبدالقادر قلاتوال وايي چې د داعش جګړه مارانو دغه هزارګان تښتولي او بیا يې وژلي دي.

ده وویل " له دغه کار نه د داعش هدف دا دی چي د افغانانو ترمنځ قومي اختلافات او توکمیز مسایل زیات شي".

ښاغلي قلاتوال د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې په زابل کې د داعش ډلې ته منسوب سلګونه جګړه ماران فعاله دي چې پر پاکستان سربېره، د ازبکستان، تاجکستان او منځنۍ اسیا د ځینو نورو هېوادونو وګړي په کې شامل دي.

ښاغلي قلاتوال وویل دغه جګړه ماران د سلفي فکر د پاللو ترڅنګ غواړي چې د توکمیزو وژنو له لارې په افغانستان کې «اوبه خړې کړې او ماهیان ونیسي».

ښاغلی قلاتوال وايي د دای چوپان، ارغنداب او خاک افغان ولسوالۍ د زابل هغه سیمي دي چې تر افغان حکومت په کې نورې اورپکې ډلې ډېرې فعالې دي او هزاره مسافر هم په همدغو سیمو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله اباسین وايي چې د مسافرو په تښتولو او قومي مسایلو په پارولو کې تر ډېره وسله وال طالبان او داعش ته منسوب یو شمېر جګړه ماران لاس لري.

داعش هغه ډله ده چې په عراق او سوریې کې پراخ نفوذ لري او اوس په افغانستان کې هم رادبره شوې ده. داعش په سوریې او عراق کې هم شیعه مسلمانان وژلي دي.

ښاغلي اباسین وویل " طالبان په څو ډلو وېشل شوي چې یوه ډله يې داعش ته ډېره مایله ده، دغه کسان همدوی وژلي چې د نورو جګړه مارانو نوم بد او په افغانستان کې قومي اختلافاتو ته لمن ووهي. "

د هزارګانو وژلو ته غبرګونونه

په ټولنیزو رسنیو کې د مسافرو هزارګانو پر وژلو بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

په فیسبوک د هزارګانو یوې ملاتړې پاڼې دغه وژنې غندلي او "پښتانه" يې تورن کړي چې "هزارګان" وژني. دغې ډلې په نړیواله کچه د هزارګانو سره د خواخوږي او د دغه توکم د وژلو د مخنیوي غږ کړی دی.

خو داسې غیر هزاره فعالان هم شته چې دا پېښه يې غندلې او او پر نورو يې هم غږی کړی چې دغې پېښې ته قومي رنګ ورنکړي.

افغان سیاستوال امرالله صالح پر خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د دغو اووه ولسي خلکو د وژلو هدف د قومي تربګنیو پارول دي.

ښاغلي صالح لیکلي " دغه سرونه د پاکستان او نورو په اشارې پرې شوي دي؛ د دغو سرونو د پرې کولو هدف دقیقآ زموږ د ملي یوالي، وحدت او اتفاق د سر پرېکول دي. راځئ چې د مسئلي اصلي رېښه پېدا کړو. "

یو شمېر نورو افغانانو هم په خپلو فیسبوکپاڼو باندې په دې اړه خواخوږي ښودلې او لیکلي يې چې دا پېښه دې نه قومي کیږي.

وژل شوي کسان څه موده مخکې په غزني کې تښتول شوي وو، خو د حکومت او ځايي خلکو له پرلپسې هلو ځلو سره سره بیا هم پرېنښودل شول.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو پر افغان حکومت هم نیوکه کړې چې ولې د داعش او نورو اورپکو د دا ډول فعالیتونو مخه نه نیسي او یا نیولی نشي.

وکیل قلاتوال وايي په کومه سیمه کې چې د اپېښه شوې ده، له تېرې یوې لسیزې راهېسي هلته یا افغان حکومت نشته او یا يې موجودیت په نشت حساب دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG