د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف وايي د کندهار د بندیانو تېښتې هیښ کړي


ایساف وايي د کندهار د بندیانو تېښتې هیښ کړي

ایساف وايي د کندهار د بندیانو تېښتې هیښ کړي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزیف بلاټز وايي چې د کندهار له زندان نه د سیاسي بندیانو د تښتې پر پېښې هېښ شوي او وايي چې ددغه زندان چارې د کورنیو چارو او عدلېې وزارت پورې تړلې وې او ایساف پکې هيڅ ډول نقش نه درلود.

جنرال بلاټز چې نن یې د ناټو په عمومي قومندانۍ کې د خپل اوونیز خبري کنفرانس په ترڅ کې خبرې کولې، دا ډول وویل چې د پېښې په اړه طبعا افغان حکومت پلټنه کوي خو دوی د هر ډول مرستې وړاندیز کړی، که د افغان حکومت اړتیا وي نو دوی یې مرستې ته حاضر دي.

جنرال بلاټز وویل چې د داسې مهم زندان نه د څلور سوه پنځه اویا سیاسي بندیانو چې تر ډېره له تروریزم سره د مبارزې په جګړو کې نېول شوي دي، تېښته دوی ته ناخوښ خبر دی.

جنرال جوزیف بلاټز، د ایساف ویاند: ‪"‬مونږ طبعا د خپلو مرستو وړاندیز افغان ادارو او بنسټونو ته چې د حالت ولکه په لاس کې لري کړی دی، البته په مؤثره ډول.

تاسې به پوهېږئ او که نه درته به یې در یاده کړم چې دا زندان د ایساف له خوا نه اداره کېده.‪"‬

د ایساف ویاند پداسې حال کې چې د کندهار له زندان د سیاسي زندانیانو پېښته تازه شوې بیا هم د وسلوالو مخالفینو کړه او وړه ضعیفه بولي او وايي چې طالبان ضعیفه شوي له دوی سره د جګړې ځواک نه لری او په ارامو هدفونو پسې ګرځي.

د ایساف ویاند بلاټز دا ډول د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر ستر جنرال مایک مولن هغه څرګندونې چې د پاکستان استخباراتي اداره دې له حقاني ډلې سره اړېکې وشلوي، په تائید وویل چې ایساف نور پکې څه نه زیاتوي.

د ایساف ویاند دا ډول د ازبکستان د اسلامي خوځښت د ډلې د یوه کلیدي غړي د نېول کېدو خبر هم ورکړې وې ویل چې دا شخص یې د کندز د خان اباد په ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د عملیاتو په ترڅ کې نېولی او دغه کس د سړکونو په سر د بمونو د چوولو، ځانمرګو او راکټي بریدونو مسؤلیتونه په غاړه درلودل.

XS
SM
MD
LG