د لاس رسي وړ اتصالات

آیساف: د طالبانو ډله ییز بریدونه ۲۰ په سلو کې کم شوي


آیساف: د طالبانو ډله ییز بریدونه ۲۰ په سلو کې کم شوي
آیساف: د طالبانو ډله ییز بریدونه ۲۰ په سلو کې کم شوي

په افغانستان کې د آیساف نړیوال ځواکونه وایي پر دوی د دښمن ډله ییزو حملو تر پروسږ کال کمی موندلی دی. دوی وایي دښمن په وسله واله مبارزه کې کمزوری شوی دی .

آیساف وایي د افغان ځواکونو سره په ګده هڅه کوي چې د دښمن د ټولو ګواښنو مخنیوی وکړي.

په کابل کې د آیساف ویاند کریستین جاکوب وایي د دوی استخباراتي معلوماتو دا جوته کړې ده چې د افغان دولت وسله وال مخالفین په وسله والو بریدونو کی پاته راغلي او بریالي ندي.

د دوی د معلوماتو له مخې ځینې طالب مشران دې پآیلې ته رسیدلي چې ددوی وسله والې مبارزې تر دې دمه د ماتې پرته بله پایله نلري.

د آیساف ویاند وایي طالب ځواکونه د افغان او نړیوالو ځواکونو تر فشار لاندې لا په دې ندي توانیدلي چې خپل د اوړي کمپاینونه پیل کړي.

ویاند وایي سره له دې چې ډیری طالب خواکونه نه غواړي بیرته جګړې ته مخه کړي خو هغوی چی بیا جګړې ته مخه کوي د بې ګناه افغانانو د وژلو نه لاس نه اخلي.

جاکوبسن وایي ددوی معلومات دا هم ښیي چې د طالبانو مشران پر دوی د فشار له وجې هیواد ته بیرته راګرځیدو لپاره زړه نا زړه دي.

د نړیوالو ځواکونو ویاند ژمن دی چې د افغان دولت له ځواکونو سره به په ګده د طالبانو د ګواښونو مخنیوی کوي.

جاکوبسن وایي راپورونه ښیي چې د روان کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د طالبانو ډله ییز بریدونه کم شوي دي او دا کمی نږدې ۲۰ په سلو کې دی.

"د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کی ډله ییز بریدونه ۲۰ په سلو کې کم شوي دي. سره له دې چې ډیری طالبان به بیرته جګړې ته نه مخه کوي خو هغوی چې بیا د جګړې لار خپلوي د بې ګناه انسانانو وژنی ته به دوام ورکوي".

د دوی په وینا د آیساف هوایي ځواکونو د یو کال په اوږدو کې ۵۰ زره هوایي بریدونه تر سره کړي دي او ددې عملیاتو په ترڅ کې ددې ځواکونو نږدې ۳ چورلکې غورځیدلي دي.

د نړیوالو ځواکونو ویاند ګواښ کوي چې د ژمي په موسم کې به هم طالبان په کرار نه پرېږدي.

هغه وایي، طالبان د پروان ولایت په پروني ځانمرګي برید کې هم ناکامه شول او ونه توانیدل خپل هدف ته چې د پروان د والي وژل وو، ورسیږي. خو وايي، دوی یوازې بې ګناه افغانان ووژل.

XS
SM
MD
LG