د لاس رسي وړ اتصالات

آیساف: ځینو پخلا شویو مخالفینو بیرته مخالفت پیل کړی


آیساف: ځینو پخلا شویو مخالفینو بیرته مخالفت پیل کړی

آیساف: ځینو پخلا شویو مخالفینو بیرته مخالفت پیل کړی

د ایساف د سولې او د وسلوالو مخالفینو د بیا یو ځای کولو د پروګرام مشر جنرال پيل جونز وايي یو کم شمېر هغه وسلوال مخالفین چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي، لیدل شوي چې بېرته یې وسلوال مخالفت ته مخه کړې.

هغه وویل یوه بېلګه یې هم په مزار شریف کې د یوناما په دفتر حمله کوونکي وو چې له وسلوال مخالفت یې لاس اخیستی وو.

د ایساف د سولې د پروګرامونو دا مسؤل وايي د ټېټې کچې طالبانو ته ستونزمنه ده چې بېرته عادي حالت ته ستانه شي، هغه وايي په ټولنو کې یې خلک پېژني.

جنرال جونز په کابل کې خبریالانو ته وویل د ایساف د بیا یو ځای کولو پروګرام پداسې پروګرامونو کار کوي چې په اساس یې هغه مخالفین چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي، بېرته ټولنو ته عادي ستانه شي او د کار روزګار غمه یې هم خوړل شوي وي.

جنرال جونز خبریالانو ته وویل تر دمه چې څومره وسلوال مخالفین د سولې او مذاکرې له پروګرام سره یو ځای شوي دي، د ټیټي کچې طالبان دي خو د لوړې کچې مخالفینو هم د سولې په اړه تماسونه نیولي دي.

جنرال پیل جونز وايي: "‪تر دې دمه کومې ډلې چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي، د ټېټې کچې جنګیالي دي، ولې مهمو ډلو هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې سولې پروسې ته مراجعه کړې، ‪کله چې پروسه پرمخ ځي اعتماد رامنځته کیږي، ګروپونه په ختیځ او جنوب کې مذاکرې پيلوي او په پروسه کې شاملیږي، همدارنګه د سولې په عالي شورا اعتماد کوي چې په ولایتونو کې د سولې لپاره ستراتيژي لري"

بل لورته د ایساف ویاند د ملامحمد عمر د اختر په مناسبت د خپور شوي لیک په اړه غبرګون وښود وې ویل چې هغه سم نه وايي.

XS
SM
MD
LG