د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال الن د آیساف نوی مشر وټاکل شو


جنرال پتریس د افغانستان نه ځي چې د امریکا د استخباراتو چارې په غاړه واخلي.
جنرال پتریس د افغانستان نه ځي چې د امریکا د استخباراتو چارې په غاړه واخلي.

امریکایی جنرال دیوید پترییس ، چې یو کال په افغانستان کی د ناټو د قواوو قوماندان و، نن د بین المللی اتلاف دغه قومانداني په رسمی ډول ، امریکایي جنرال جان الن ته وسپارله.

د قدرت د انتقال دغه مراسم نن، د دوشنبې په ورځ ، د افغانستان په پای تخت ، کابل کی تر سره شول.

جنرال جان الن ژمنه وکړه چې د ډیوید پټرییس لارې ته به ادامه ورکوي او د افغان پوځ روزنه به دده دنده وي.

جنرال جان الن ته د دندې د سپارلو پر مهال د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک په سیمه کې د تروریزم سره په جګړه کې د پخواني مشر جنرال ډیویډ پټرییس د خیر ښېګڼې کړنی وستایلې.

ښاغلی الن ددې نوې وظیفی نه مخکې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرستیال و.

جمهور رییس کرزي نن جنرال پیټریس ته د هغه د ماموریت د دورې په پای کې مډال ورکړ.

جنرال الن نن په دغو مراسمو کی وویل، دی په افغانستان کی د سولې او امن فضا غواړي، داسې فضا غواړي چې افراطیت او تروریزم په کې نه وي.

جنرال پتریس ، د افغانستان نه ځي چې د امریکا د استخباراتو چارې په غاړه واخلي.

دی، د لیون پنیتا په ځای د سي، آی ،اې ریس شو، او لیون پنیتا د امریکا د دفاع وزیر مقرر شویدی.

XS
SM
MD
LG