د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ایساف پنځه سرتیري مړه شول


په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه
په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه
د افغانستان په جنوب کې د کندهار ولایت په تخته پول ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د یوې څرخي الوتکې د راغورځېدو له کبله پنځه بهرني سرتیري مړه شوي دي .

ایساف وايي لا د پېښې علت معلوم نه دی او دوی پلټنې پیل کړي دي .

د سوله ساتو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د وژل شویو سرتېرو هېواد هم ښودل شوی نه دی .

خو د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ ته وویل ( الوتکه د شنبې په ورځ( د اپریل په ۲۶) د تخته پول په چغوري غرنیز کلي کې د تمریناتو پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې او عملیه یې وژل شوې ده .)

دا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایساف لپاره په یوه وار د دومره سرتیرو مړه کېدل ښايي د خپل ډول لومړنۍ او خونړۍ پېښه وي .

په ۲۰۱۱ کال کې په وردګ کې د امریکايي سرتېرو د یوې بلې الوتکې د غورځېدو په یوې بلې پېښه ۳۱ سرتېري ووژل شول .
XS
SM
MD
LG