د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د آی ایس آی نوی مشر وټاکل شو


د پاکستان صدراعظم یوسف رضاگیلانی د آی ایس آی لپاره ډگرجنرال ظهیر السلام د جمعې په ورځ وټاکه. د ښاغلي گيلانی دفتر د جمعې په ورځ وويل چې دهغه مقرريدل به د پاکستان اوامریکا ترمنځ اړېکو کې یونوي اغاز وگڼل شی. د پاکستان او امریکا اړیکی له تیرو پنځه لس میاشتو راهیسی کړکیچنی او ډېرې سړې دي.

د پاکستان د استخباراتو اداره د افغان طالبانو سره د سولې په معامله او په القاعده شبکې باندې د فشار راوړلو لپاره د امریکا د هیلو لپاره مهمه ده.

جنرال ظهیرالاسلام د جنرال احمد شجاع پاشا پرځای ټاکل شوی، شجاع پاشا د دوه زره اته کال راهیسې د ای اس ای ریس و خو د مارچ په اتلسمه ېې د تقاعد دوخت درراسیدو له امله، دنده پای ته ورسیده. دا نوی پوځي جنرال چې اوس مهال د کراچی ایالت د اردو مشري په غاړه لري، په داسی حال کې وټاکل شو چې ددغی دندې لپاره غوره گڼل کیده.

روېټرز ليکی چې جنرال ظهیرالسلام د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی ته ډېر نیژدی دی. دواړو د پنجاب ځمکنیو قواوپه فرقه کې ېوځای کارکړیدی.

بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي د القاعدې شبکې د پخواني مشر دری کونډې پاکستان ته په غیر قانوني توگه په ننوتلو او اوسیدولو گرمې گڼل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي ددی کسانو په وړاندې قانوني اجرآات پیل شوي او د پاکستان د قانون له مخی به محاکمه شي. کله چې تیر کال د می په میاشت کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امریکا د خاصو قواوو له خوا ووژل شوو، تر هغه وروسته پاکستاني ځواکونو د هغه دری ښځې او نا معلوم شمیر ماشومان چې په مجموعی توگه شپاړس تنه کیدل ونیول.

XS
SM
MD
LG