د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: دپاکستان استخبارات طالبانو سره لاس لري


په یوه خبري رپوټ کې چې د یوه بریتانوي پوهنتون له خوا خپور شوی دی ویل شوي دي چې ډیر داسې شواهد شته دي چې د پاکستان د آی ایس آی او د افغانستان د طالبانو ترمنځ اړیکې په اثبات رسوي.

د لندن د اقتصاد د پوهنتون په رپوټ کې راغلي دي چې د پاکستان ای اس ای نه یواځې د طالبانو لپاره پیسې برابروي بلکه روزنه او په پاکستان کې ورته ځای هم ورکوي. ای اس ای همدارنگه د طالبانو په ټولو مهمو غونډو کې گډون هم کوي.

د پاکستان پوځي مامورینو دغه ادعا رد کړې ده او هغه یې بابیزه گڼلې ده.

ددغې څیړنې نتایج د طالبانو د نهو قوماندانانو سره د مرکو نه وروسته چې د تیر کال په ترڅ کې شوي دي لاس ته راغلي دي. ډیرو قوماندانانو ویلي دي چې ای اس ای د افغانستان د طالبانو په ستره شورا کې هم حضور لري.

په رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو سره جگړه یواځې د پاکستان په وساطت ختمیدلای شي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په قدرت رسیدلو کې مرسته وکړه خو د سپتمبر د یو ولسمې نیټې دترورستي پېښو نه وروسته ددغې ډلې غندنه وکړه.

اوس د پاکستان حکومت د هغو طالبانو سره په جگړه بوخت دی چې په پاکستان کې میشته دي. پاکستاني امنیتي چارواکو سږکال د افغانستان د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادر په کراچی کې ونیو.

XS
SM
MD
LG