د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وایي داعش جوزجان کې د افغان پوځ په پوستو برید کړی


په جوزجان کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې هم طالبانو او هم داعش په درزاب کې د دوی په پوستو بریدونه کړي دي.
په جوزجان کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې هم طالبانو او هم داعش په درزاب کې د دوی په پوستو بریدونه کړي دي.

د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د دغه ولایت د درزاب د ولسوالۍ پرمرکز له تیرو دریو ورځو عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د پولیسو یو شمیر پوستې د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلي دي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال باز محمد داور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ولسوالۍ مرکز سره نږدې له دریو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او تر سلو پورې افغان ځواکونو منسوبین د ولسوالۍ په مرکز کې د وسله والو له خوا محاصره شوي دي.

ولسوال داور وویل چې طالبان او د اسلامي دولت یا داعش وسلوال د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

ښاغلي داور ګواښ کړی چې که پر وخت دغې ولسوالۍ ته تازه دم ځواکونه ور ونه رسیږي نو کیدای شي وسله وال ولسوالۍ مرکز ونیسي او محاصره شوي امنیتي منسوبین ووژني.

هغه وویل چې اوس جګړه د ولسوالۍ مرکز ته ډیره نږدې شوې ده.

ولسوال داور وویل چې تراوسه په جګړه کې ۳۰ مخالف وسله وال وژل شوي دي. هغه دا هم وویل چې د افغان ځواکونو منسوبینو ته هم تلفات اوښتي دي، خو دقیق شمیر یې ونه ښود.

د جوزجان امنیه قوماندان جنرال رحمت الله ترکستاني امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه په جګړه کې ۳۵ داعش وسله وال او شپږ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

جنرال ترکستاني وویل چې افغان کوماندو ځواکونه سیمې ته په لار دي او ټاکل شوې چې نن څه وخت دا ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې ځای پرځای شي.

طالبانو او داعش ډلې په دغه جګړه کې د پرمختګ ادعاوې کړي دي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي د درزاب په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو څخه پنځه پوستې نیولي دي.

همداشان مجاهد ادعا کړې چې په دې ولسوالۍ کې ۶۰ افغان پولیس دغې ډلې ته تسلیم شوي دي.

خو افغان امنیتي چارواکو په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو د تسلیمدو ادعا ناسمه بللې ده.

XS
SM
MD
LG