د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار هسکه مېنه کې داعش د مدرسې استادان تښتولي


د هسکې مېنې ولسوالۍ کوټ سره په ګاونډ کې پرته ده، د داعش وسله والو بیا په کوټ کې د افغان ځواکونو پر وړاندې پرمختګ کړی.
د هسکې مېنې ولسوالۍ کوټ سره په ګاونډ کې پرته ده، د داعش وسله والو بیا په کوټ کې د افغان ځواکونو پر وړاندې پرمختګ کړی.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ کېداعش وسله والو نن سهار د یوې دینې مدرسې استادان له ځانونو سره په نامعلوم لوري وړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي امریکا غږ ته وویل چې د شپولې په نوم د یوې دینې مدرسې دیارلس استادان داعش وسله والو په یو نامعلوم لوري وړي دي.

ولسوال وویل چې د داعش وسله والو نن سهار نهه نیمې بجې په دغه مدرسه برید وکړ او د مدرسې دیارلس اوستادان یې له ځان سره یوړل.

خو هغه دا نه وايي چې دغه استادان ولې وړل شوي او شمېر یې څومره و.

ولسوال زیاتوي چې محلي پولیسو پر داعش وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي خو هغوی د استادانو په وړلو بریالي شوي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکی احمد الله امریکا غږ ته وویل چې شپږ داعش وسله وال په یو سوزکي موټر کې راغلي او تلاشۍ یې شروع کړې چې وروسته یې دولس استادان موټرو ته پورته کړل او د نرۍ اوبو ساحې ته یې یوړل.

هغه وايي چې استادانو له شاګردانو څخه ازموینه اخیسته، خو نور یې چاته څه نه دي ویلي او حاضر استادان یې له ځانونو سره وړي دي.

تر اوسه د ننګرهار معارف ریاست په دې تړاو ناخبري ښیي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې له پېښې خبر شوي چې د دیني مدرسې استادان داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې وړي خو په دې اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG