د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ضد ایتلاف وايي ځواکونه یې نورو وسلو ته اړتیا لري


د داعش پر ضد ایتلاف وايي چې د خپلو ځواکونو پر وړتیا باور لري.
د داعش پر ضد ایتلاف وايي چې د خپلو ځواکونو پر وړتیا باور لري.

د فرانسې، عراق او متحده ایالاتو چارواکي وایي دوی د داعش پر خلاف د جوړ شوي ائتلاف په وړتیاو باور لري، خو په دې ټینگار کوي چې د عملیاتو د بریالیتوب د پاره، ځواکونه وسلو او روزنې ته اړتیا لري.

په پاریس کې د ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په خبرو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت معین انتوني بلینکن د ائتلاف د بریالیتوبونو د یادونې ترڅنگ د جگړې د میدان یو شمېر ستونزې هم ومنلې.

ښاغلي بلینکن وویل " نن موږ ډیر گټور بحث وکړ، ډیرې سپینې خبرې مو وکړې، بریاوې هم یادې شوې او نیمگړتیاوې مو هم یادې کړې."

خو په پاریس کې د عراق صدراعظم حیدر العبادي خبریالانو ته وویل چې د داعش سره په جگړه کې نړیوال ائتلاف ددوی له ځواکونو سره هغومره مرسته نه کوي چې اړتیاوې پوره شي.

دوه اونۍ کیږي چې رمادي داعش نیولی دی. رمادي د بغداد لویدیځ ته په ١٢٥ کلومترۍ کې دی، او کله چې داعش ونیولو، صدراعظم ابادي یې د بیرته نیولو د پاره له شیعه ملیشو مرسته وغوښتله.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو جگپوړي چارواکې ویلي دي چې ددې ښار اکثریت وگړي سنیان دي، او صدراعظم العبادي یې د بیرته نیولو د پاره باید د سني ملیشو کار واخلي.

د داعش پرضد په ائتلاف کې د متحده ایالاتو استازی جنرال جان ایلن وایي "د عراق د امنیتي ځواکونو یو شمیر قطعات رمادي ته نژدې شوي دي اود رمادي مسله د موصل د سقوط په څیر نه ده چې تر اوسه پورې، یو کال کیږي چې د داعش په کنترول کې ده، رمادي به عراقیان بیرته ونیسي.

د ملگرو ملتونو پروگرامونه

بلخوا په عراق کې هغه بشري ناورین چې د نژادي او فرقوي کړکیچ له امله رامینځته شوی وو، اوس د سخت دریځو وسله والو داعش په راتگنور هم خراب شوی دی.

د ملگري ملتونو چارواکې وایي چې په عراق کې د دوی پروگرامونه په ختمیدو دي، حال دا چي ورځ په ورځ نور خلک بې خایه کیږي او مرستو ته اړتیا لري. ملگري ملتونه به په دې اونۍ کې د اروپا د پارلمان څخه په عراق کې د خیریه پروگرامونو د پاره ٥٠٠ میلیونه ډالر وغواړي.

د ملگرو ملتونو د مرستو منتظمه،لیز گرانډې وایي" که له موږ سره اوس مرسته ونه شي، که مو مالي منابع پیدا نکړې، زموږ پروگرامونو په څو اونیو او یا میاشتو کې بند شي."

اوسمهال اته میلیونه عراقیان د ملگرو ملتونو په مرسته چلیږي چې په دوی کې درې میلیونه داخلي بې ځایه شوي عراقیان دي.

XS
SM
MD
LG