د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې په خوست کې شبنامې خپرې کړې


په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.
په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.

د خوست سيمه ييزو چارواکي وايي چې ددغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په نوم شپې پاڼې خپرې شوېدي.

خلکو له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د داعش د مخنيوي لپاره جدي ګام واخلي.

ځینو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي امريکا غږ اشنا ته وويل چې په دغو تبليغاتي پاڼو کې خلکو ته گواښ شوې، چې که له دوی سره همکاري ونه کړي، مجازات به شي.

د صبريو د سوري پاڼ، مکتب بازار او ډنډ فقيرانو سيمو اوسيدونکو چې تېره شپه داعش وسله والو ته منسوبې تبليغاتي پاڼې په کې خپرې شوې، ويلي چې په پاڼو کې ددغې ډلې پر اهدافو هم خبرې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکو دغه راز ويلي، کله چې سهار وختي له کوره راوتلي، د دوکانونو ترڅنګ پر پاڼو سربېره يو شمېر ميموري کارډونه هم پراته وو.

په خوست کې داعش شته؟

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، د داعش له لوري د تبليغاتي پاڼو خپرېدل ځکه نه تاييدوي، چې د ده په وينا په دغه ولايت کې داعش وسله والو تر اوسه سر ندی راپورته کړی دی.

هغه وويل ”په خوست کې د داعش په نوم تر اوسه هيڅ هم نه دي ليدل شوي او بايد ووايم چې په خوست کې د ملي امنيتي ځواکونو ترمنځ ډېره ښه همغږي موجوده ده. د دښمن ټول پلانونه يې شنډ کړي دي او شپه ورځ د خپلو خلکو او وطن نه په دفاع کې دي‟.

له کله راهيسې چې په افغانستان په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د اسلامي دولت وسله وال را څرګند شوي دي، دا لومړی ځل دی چې په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.

په همدې حال کې مدني فعالان اندېښنه څرګندوي، چې که په دغه ولايت کې د اسلامي دولت ډلې د راڅرګندېدو مخه ونه نيول شي، ممکن دغه سيمه هم د ننګرهار د شينوارو ولسواليو په څېر له برخليک سره مخ شي.

روان نورزی مدني فعال دی، هغه وايي: ”له افغان دولت نه زموږ هيله داده، چې په دې اړه جدي تحقيقات وکړي ترڅو دا معلومه کړي، چې دا واقعاً د دوی ډلې ټپلې دلته وجود لري او که بعضې افراد دلته راغلي او د تبليغاتو لپاره يې داسې اقدام کړی دی‟.

د خوست يو بل اوسېدونکي وويل: ”د ننګرهار امنيت مخکې ډېر ښه و، خو له کله راهيسې چې داعش ننګرهار ولايت ته لاره پيدا کړې ده، امنيت يې ګډوډ شوی دی. له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده، چې داعش په خوست ولايت کې خپلو فعاليتونو ته پرې نه ږدي‟.

قومي مشر حاجي جمال تڼی پر مرکزي حکومت د جدي اقداماتو اخيستلو ترڅنګ پر ولسي خلکو هم غږ کوي، چې د خپلو قومي جوړښتونو پراساس په خپلو سيمو کې د غيرحکومتي وسله والو ډلو مخه ونيسي.

تڼي وويل: ”ددې ناامنۍ مخه قومونه هم نيولی شي. که حکومت په شا راشي او ځان ضعيف وښيي، قومونه يې نه پريږدي او که قومونه ځان ضعيف وښييؤ بيا د خوست په ولايتي اداره کې دومره ظرفيت ونيم، چې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي او قومونه تشويق کړي‟.

XS
SM
MD
LG