د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا روؤف وژنې د گوانتانامو د زندان تړل لا ستونزمن کړي


ملا عبدالروف په ۲۰۰۷ کال له ګوانتنامو څخه کابل ته وسپارل شو، او په ۲۰۰۹ کال پرېښودل شو چې بیا په افغانستان کې د داعش قومندان شو.

ملا عبدالروف په ۲۰۰۷ کال له ګوانتنامو څخه کابل ته وسپارل شو، او په ۲۰۰۹ کال پرېښودل شو چې بیا په افغانستان کې د داعش قومندان شو.

د ګوانتنامو زندان د تورو تنبو تر شا له شپږ کلن بند نه وروسته بیا هم عبدالروف له طالبانو سره خپله ژمنتیا هماغسې ساتلې وه، سره له دې چې هغه د طالبانو د یوې ډلې مشر و، خو پلیو طالبانو ته به یې خواړه او اوبه برابرول.

عبدالروف په ۲۰۰۷ کال له ګوانتنامو څخه ازاد او افغانستان ته واستول شو، دی تر همدغې تېرې اونۍ پورې په افغانستان کې د اسلامی دولت ډلې ته د نورو کسانو په جذبولو او ګمارولو بوخت و.

امریکايي بې پیلوټه الوتکې عبدالروف له اوو نورو جنګیالیو سره یوځای، په یو برید کې وواژه.

له ګوانتنامو زندان څخه د عبدالروف په څېر د نورو جګړه مارانو پرېښودل چې بېرته ترهګریزو فعالیتونو ته ورګرځېدلي، د ولسمشر اوباما هغه تګلاره له ستونزو سره مخامخ کړې چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي.

په دغه زندان کې د ترهګرۍ سره د شک په تور نیول شوي کسان ساتل کیږي.

ګوانتنامو زندان وتړل شي کنه

چارواکي وايي د ګوانتنامو د امریکا لپاره له څو اړخونو نه په لوړ قیمت تمام شوی دی، همدغه زندان و چې له امریکا سره د نورو مهمو ایتلافیانو اړیکې یې خرابې کړي او همدغه راز اورپکو او نورو افراطیانو ته یې ښه زمینه برابره کړه چې د ګوانتنامو زندان د امریکا پر ضد د تبلیغاتي وسیلې په توګه وکاروي او نور خلک خپلو لیکو ته ورمات کړي.

ولسمشر بارک اوباما د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال د نورو ژمنو ترڅنګ، دا ژمنه هم کړې وه چې د ګوانتنامو زندن به وتړي.

خو د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي د ښاغلي اوباما له دغې تګلارې سره کلک مخالفت لري، دوی وايي که زندان وتړل شي افراطیان به بېرته د جګړو لیکو ته وروګرځي او بیا به هم سرخوږی جوړ کړي.

د کانګرس یو شمېر غړي په دې باور دي چې که د ګوانتنامو زندانیان خپلو اړوندو هېوادونو ته استول کیږي، دغه حکومتونه او هېوادونه دا ضمانت ورکولی نشي چې ورسپارل شوي زندانیان به بیا خپل پخواني ژوند او ترهګریزو فعالیتونو ته نه ورګرځي.

خو سپېنه ماڼۍ وايي چې دوی له اړوندو هېوادونو سره په تماس کې دي چې، د ګوانتنامو زندان په ورسپارل شويو کسانو باندې کلکه څارنه وکړي چې بېرته خپل پخواني فعالیتونو پيل نکړي.

خو جمهوري غوښتوونکي قانون جوړوونکي په دې خبرې نه قانع کیږي، په خاص ډول د ګوانتنامو زندان د یوه زنداني عبدالروف له وژل کېدو وروسته دا اندېښنه لا پسې زیاته شوې ده.

سن کیلي ایوټ وايي " اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې د ګوانتنامو زندان د پخواني بندي عبدالروف وژل کېدل، دا څرګندوي چ د زندان تړل کېدل او د بندیانو پرېښودل څومره خطرناکه دي. زما لویه اندېښنه دا ده چې که د ګوانتنامو بندیان ازاد شي، بیا به هم زموږ د سرتېرو او ایتلافیانو پر ضد جګړه پیل کړي. "

د پنټاګان ویاند ناوي ریر وايي چې د امریکايي بي پیلوټه الوتکې په برید کې د عبدالروف وژل کېدل دا ښکاره کوي چې " خوشي شوي بندیان بېرته د جګړې ډګر ته ورګرځي."

ملا عبدالروف خادم د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر میاشت کې افغان حکومت ته وسپارل شو، په ۲۰۰۹ کال له بند نه ازاد شو او وروسته له طالبانو سره یو ځای شو.

ملا عبدالروف په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې لپاره جنګیالي پېدا کول او جذبول، افغان چارواکي وايي چې عبدالروف له طالبانو جلا شوی و او د افغانستان د هلمند په ځینو سیمو کې یې د اسلامي دولت تور بېرغونه ځړولي وو.

XS
SM
MD
LG