د لاس رسي وړ اتصالات

بهرني جهادیان له ملاعمر نه مخ اړوي


وړاندې، له طالبانو یو شمېر نورو جلا شویو ډلو هم، له داعش سره بیعت کړی و.
وړاندې، له طالبانو یو شمېر نورو جلا شویو ډلو هم، له داعش سره بیعت کړی و.

د ازبکستان د اسلامي جنیګالیو یوې ډلې ویلي چې د طالبانو مشر ورک دی او له همدې کبله دغه ډله اسلامي دولت ډلې ته بیعت کوي.

ازبک اسلامپالو جنګیالیو په یوې خپرې شوې ویډیو کې اعلان کړی چې لدې وروسته د ازبکستان اسلامي غورځنګ د ملامحمد عمر په مشرۍ د طالبانو د ډلې پر ځاې، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې بیعت کوي.

دغه ویډیو چې په خپلواکه توګه تایید شوې نده د سعدالله اورقنجي په نامه یو کس ښيي چې ځان د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ویاند بولي. سعدالله اورقنجي وايي دوی په دې خاطر د اسلامي دولت (داعش) د مشر ابوبکر البغدادي بیعت وکړ چې شاوخوا ۱۳ کاله کیږي د طالبانو مشر ملا محمد عمر لادرکه دی. په خپرې شوې ویډيو کې اورقنجي په ازبکي ژبه وايي چې د شریعت له مخې، نور ملاعمر مشر نشي پاتي کیداې.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ۱۹۹۸ کال کې رامنځته شو او اصلي موخه يې په ازبکستان کې د اسلامي شرعي نظام رامنځته کول دي. دغې ډلې له هماغه پیل نه له افغان طالبانو سره نږدي اړیکي پاللي او په تیرو ۱۳ کلونو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالي د طالبانو سره اوږه په اوږه د نړيوالو او افغان ځواکونه په ضد جګړه کې بوخت دي.

خو ویل کيږي چې د نورو اورپکو وسله والو ډلو په څېر، د ازبکستان د اسلامی غورځنګ ډله هم په څو وړو ډلو ویشل شوې ده او هره ډله په نسبي خپلواکه توګه فعالیت کوي.

په واشنګټن کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبي اسیا د امنیتي چارو کارپوه مایکل کوګلمن امریکا غږ ته وویل له اسلامي دولت ډلې سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو ځاې کیدل کوم هیښنونکی خبر ندی.

ښاغلي کوګلمن وویل "د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په څېر نورې ډلې او آن پخپله د طالبانو په لیکو کې ډیر داسې کسان پیدا کيږي چې ابوبکر البغدادي ته بیعت کوي او له اسلامي دولت ډلې سره یوځاې کيږي."

د ښاغلي کوګلمن په اند په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادنو کې اسلامپالې وسله والې ډلې د اسلامي دولت د ډلې تر اغیزې لاندي راغلي او د طالبانو مشران چې پخپله په پټه ژوند کوي، د مشرتوب په ساتلو کې پاتي راغلي.

XS
SM
MD
LG