د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: داعش هڅه کوي افغانستان د خپل خلافت برخه کړي


ښاغلی اتمر وايي د نړۍ او سیمې یو شمېر ترهګریز سازمانونه د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنګیږي.
ښاغلی اتمر وايي د نړۍ او سیمې یو شمېر ترهګریز سازمانونه د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنګیږي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر د دغه هېواد مشرانو جرګې ته وویل چې په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ، اوس داعش هم فعالیت لري او هڅه یې دا ده چې افغانستان او د سیمې ځینې هېوادونه د خپل خلافت یوه برخه وکرځوي.

ښاغلي اتمر وویل دا مهال یوازې طالبان نه دي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنګیږي بلکې د ده په ټکو د نړۍ او سیمې نورې مشهورې ترهګریزې ډلې هم فعالیت لري.

ده وویل " القاعده، داعش د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ترکمنستان د لویدیځ اسلامي غورځنګ او نور سازمانونه په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي. "

مشرانو جرګې محمد اتمر ورغوښتی و چې پر ځینو امنیتي مسایلو او د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوي امنیتي تړون په اړه ورته تازه معلومات ورکړي.

ښاغلي اتمر وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې یوازې په بدخشان کې د نړیوالو ترهګرو ۲۰ کورنۍ نیولي دي چې اوس په کابل کې د پولیسو په توقیف کې دي، خو هغه د دغو نیول شویو کورنیو په اړه ډېر معلومات ورنکړل.

هغه وايي د ټولو نړیوالو اورپکو او په خاص ډول د داعش ډلې هڅه دا ده چې په افغانستان کې د پښې اېښودو ځای پېدا کړي او بیا له همدغه ځایه د اسیا او د سیمې نورو هېوادونو ته خپل ترهګریز فعالیتونه وغزوي.

ده په ښکاره وویل چې داعش غواړي دغه ټوله سیمه د "خراسان" په نامه د دوی د خلافت یوه برخه یا ولایت وي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور دا خبره هم وکړه چې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر ضد د پاکستاني پوځ د تېر کال له عملیاتو وروسته، ډېر نړیوال ترهګر افغانستان ته اووښتي دي.

د اسلامي دولت ډله داعش په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې نیولي دي او د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ځان د مسلمانانو خلیفه اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG