د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار، دافغان او داعش جنگیاليو د جگړې ډګر


داعش وخت ناوخت د ننګرهار په اچین او ورڅېرمه سیمو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. دا سیمې له پاکستان سره نژدې دي.
داعش وخت ناوخت د ننګرهار په اچین او ورڅېرمه سیمو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. دا سیمې له پاکستان سره نژدې دي.

داعش په ننګرهار ولایت کې ځان ته خوندي ځای جوړ کړی او هڅه یې دا ده چې خپل حضور نور هم پراخ کړي.

د امریکا غږ خبریاله عایشه تنظیم د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته تللې وه، چې دا حالت په خپلو سترګو وویني.

هغه وايي د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پولیسو د تالاشۍ د پوستې په دیوالونو باندې د مرمیو نښې نښانې لا هم ښکاري؛ دغه ولسوالي د افغان ځواکونو او داعش د جنګیالیو ترمنځ د جګړې یوه نارسمي کرښه ده.

د داعش جنګیالیو تېره میاشت دغه پوسته د دوو ورځو لپاره ونیوله، خو افغان ځواکونو بیا وشړل.

د دغې سیمې لویې درې د داعش د سلګونو جګړه مارانو لپاره خوندي ځایونه دي؛ جګړه مارانو هغه کسان هم په بې رحمۍ سره وژلي چې په لیکو کې یې ورشامل شوي نه دي او زرګونو نورو خلکو بیا خپل کورونه پرېښي او تښتېدلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي د داعش جنګیالي هڅه کوي چې د دغې ولسوالۍ څخه په وراخوا سیمو کې هم خپل واک زیات کړي.

د اچین ولسوال حاجي غالب د امریکا غږ اشنا ته وویل "هغوی یوازې د اچین ولسوالۍ نیول نغواړي، بلکې د ټول افغانستان د نیولو په هڅه کې دي. د هغوی پلان دا دی چې اول پر اچین برید وکړي، بیا پر غني خیلو او بیا د جلال اباد په ښار باندې؛ دغه جګړه ماران ښه مجهز دي".

خو افغان ځواکونو د داعش د ډلې د بریدونو مخه نیولې ده او وړاندې تګ ته یې نه پرېږدي.

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو یو قومندان محمد جان دریاب وايي "اوس حالت ښه شوی دی. د اچین په ولسوالۍ کې پوره امنیت دی. افغان ځواکونه، ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او سرحدي پولیس ټول هلته موجود دي".

په سیمې کې د خلکو په منځ کې ترهه او ویره مخ په زیاتېدو ده. سیمه ییز خلک وايي داعش په ورڅېرمه ولسوالیو کې ورځ تر بلې خپل واک زیاتوي.

افغان حکومت د دغې ډلې پر ضد د پراخو عملیاتو د پیلولو خبره کړې وه، خو داسې ښکاري چې ځواکونه یې د هېواد په کومې بلې سیمې کې مصروفه شول.

لږ تر لږه د اوس لپاره داسې کومې نښې نښانې نه لیدل کیږي چې له دغو غرنیو سیمو څخه دې د داعش جګړه ماران وشړل شي.

XS
SM
MD
LG