د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د داعش سره د مبارزې تګلاره تصویب کړه


په نوې تګلارې کې "داعش د افغانستان د ملي امنیت دښمن" معرفی شوی دی
په نوې تګلارې کې "داعش د افغانستان د ملي امنیت دښمن" معرفی شوی دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي په افغانستان کې یې د داعش سره د جنګ لپاره پوځي تګلاره تصویب کړه. د شورا ویاند تواب غورځنګ د امریکا غږاشنا ته وویل، چې د دغې تګلارې اصلي هدف د داعش ډلې پر ضد د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو د فعالیتونو لا همغږي کول او اغیزناک کول دي.

په نوې تګلارې کې "داعش د افغانستان د ملي امنیت دښمن" معرفی شوی دی او د هغه سره مبارزه یوازې د افغانستان ځواکونو دنده نه، بلکې د هر افغان مسولیت ګڼل شوی دی.

ښاغلي غورځنګ وویل "سیاسي او ټولنیز قوتونه به منظم کړل شي، چې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ له داعش سره وجنګیږي".

خو هغه ونه ویل چې د " سیاسي او ټولنیزو قوتونو"له منظم کولو نه یې هدف څه دی. نوموړي همدغه راز د " داعش پر ضد تګلاره" یو محرم امنیتي سند وباله او په اړه ډېر معلومات ورنکړل، خو ویې ویل امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې د داعش د " نابودۍ او فعالیتونو د مخنیوي " لپاره دې دا تګلاره پلې کړي.

ولسمشر غني، څو میاشتې وړاندې په یوې نړیوالې غونډې کې داعش د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو خطر وباله او پر نړیوالو یې غږ وکړ، چې دغه خطر په ختمولو کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.

داعش، یا د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړی او ډېرې سیمې یې هم نیولې دي. دغه ډله افغانستان هم د خپل "خلافت" یوه برخه بولي.

د افغانستان په ځينو شمالي او جنوبي سیمو سربېره، د دغې ډلې فعالیت تر ډېره په ختیځ کې لیدل کیږي، چې ان په ننګرهار کې یوه تبلیغاتي راډیو هم لري.

خو، لا دقیق معلومات نشته، چې په افغانستان کې به د دغې ډلې څومره جنګړه ماران موجود وي، مګر یو شمېر پخوانیو افغان طالبانو له دغې ډلې سره بیعت کړی دی.

د داعش پر ضدنوې تګلارې په اړه د ملي امنیت د شورا د ویاند تواب غورځنګ سره مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG