د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر: د داعش جګړه ماران له پاکستان نه راځي


اتمر د ننګرهار په کوټ کې له داعش وسله والو سره د روانې جګړې د جاج اخیستې لپاره دې ولایت ته راغلی و
اتمر د ننګرهار په کوټ کې له داعش وسله والو سره د روانې جګړې د جاج اخیستې لپاره دې ولایت ته راغلی و

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي که څه هم د داعش ډله یې په شویو جګړو کې له زرګونو سلګونو ته راښکته کړې، خو ددغې ډلې پر وړاندې روانه جګړه دومره ژر نه شي تمامېدلی .

نوموړي په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل "دوی د پاکستان څخه راغلي دي، د دوی اکثره د هغه هېواد تابعیت لري، له دوی سره د مرکزي اسیا تروریستان یو ځای شوي او خلیجي هېوادونو تروریستان هم ور سره د داعش په نوم یو ځای شوي دي".

هغه وايي په دغه شپږ ورځنۍ جګړه کې د داعش ۲۳۰ جنګیالي وژل شوي او هغه سیمې بېرته حکومتي سرتېرو نیولې چې اورپکو نیولې وې.

ښاغلي اتمر هغو هېوادونو، چې د هغه په خبره د داعش ننګه کوي، وویل چې د روانې جګړې بلې شوې لمبې به ددوی لمنې هم وسوځي.

نوموړي زیاته کړه "هغه هېوادونه چې د داعش تر شاه دي یو ځل بیا ورته د افغانستان د حکومت لخوا په صراحت سره اخطار ورکول کېږي،چې د هغه اور لپاره چې تاسې داعش افغانستان ته رالېږلی دی، هغه اور به ستاسې لمنې هم وسوځوي".

هغه په کونړ او نورستان کې هم د داعش ډلې د ظهور خبره ومنله او وايي د ملا ماتونې لپاره یې لاس تر زنې نه کېني.

پر ډیورېنډ کرښې تاسیسات

د ملي امنیت سلاکار د ډیورنډ کرښې په دې خوا کې د پاکستاني نظامیانو د تازه خوځښتونو او نویو تاسیساتو په اړه وویل چې تېره اونۍ یې په تاشکند کې د پاکستان د خارجه چارو له مشاور سره توندې خبرې کړي دي.

نوموړي وویل "ما ورته وویل چې په فکر کې دې هم ونه ګرځي چې داسې یو افغان به پیدا کړئ چې په ډیورند در سره خبرې وکړي، دا یوه لعنتي کرښه ده چې زمونږ د ملت په سینه تېره شوې او په دې برخه کې به بنیادم هم خبرو ته حاضر نه شي".

نوموړي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د روانو خبرو په اړه وویل چې په دې برخه کې پوره پرمختګ شوی او پاتې واړه خنډونه به ژر اوار شي.

هغه وویل په نژدې راتلونکې کې روسیې ته ددې لپاره ورځي چې د داعش او نورې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG