په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي د اچین، کوټ او ده بالا ولسوالیو په هغو سیمو کې یې شاوخوا ۸۰۰ سیمه ییز پاڅوانوال ځای پر ځای کړي، چې تازه ترې د داعش جګړه ماران شړل شوي دي.
چارواکي وايي په دې وروستیو کې د داعش پر مرکزونو د افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه زیات شوي او د داعش فعالیتونه کم شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغان او نړیوال ځواکونو د داعش په ورکولو پسې مټې رانغاړلي دي او پدې لړ کې له ځانګړو پوځي تکتیکونو کار اخلي.
نوموړي وویل د سیلاب قهر په نامه پوځي عملیات اوس یوازې د اچین په ولسوالۍ کې روان دي او د کوټ او ده بالا ولسوالۍ له داعش نه پاکې شوي دي. خو ښاغلي فقیري وویل چې د مهمندو تنګي، پېشه، د باندر دره او د اچین په ځینو سیمو کې لا هم داعش ډله فعاله دی.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې له داعش جګړه مارانو څخه د پاکو شویو سیمو د ساتلو لپاره یې سیمه ییز پاڅونوال روزي.
ښاغلي خوګياڼي وویل "د ده بالا په ولسوالۍ کې مو هم ۲۰۰ سیمه ییزو پاڅونوالو ته روزنه ورکول کیږي. د اچین په ولسوالۍ کې هم ډېر سیمه ییز پولیس لرو او
هڅه مو دا ده چې هغوی د محلي پولیسو په چوکاټ کې تنظیم کړو، چې و روزل شي او محلي پولیس شي".
شاوخوا دوه کاله وړاندې داعش په ننګرهار کې رادبره شو او ډېر ژر یې ددغه ولایت د کوټ، اچین، نازیانو،بټي کوټ او ورڅېرمه سیمو کې نفوذ وکړ.