د لاس رسي وړ اتصالات

ولې داعش هڅه کوي چې توره بوړه ونیسي


ISIS Afghanistan
ISIS Afghanistan

افغان چارواکي وایي د داعش جګړه ماران هڅه کوي چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې تورې بوړې ته ځان ورسوي.

توره بوره هغه سمیه ده چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال له ترهګریزو بریدونو وروسته د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن له خپلو سلګونو جګړه مارانو سره ورته پناه ور وړې وه.

د ننګرهار په پچیر کې له څو ورځو راهېسې د افغان ځواکونو، داعش جګړه مارانو او طالبانو ترمنځ سخت جنګ روان دی. دا درې واړه د یو بل دښمنان دي، خو اوس چارواکي وایي د داعش جګړه ماران هڅه دا ده چې توره بوړه ونیسي.

ولې توره بوړه مهمه ده

توره بوړه د سپین غر په واورینو سیمو او څوکو کې ده، چې عادي تګ راتګ ورته خورا ستونزمن دي. دغلته د القاعده ډلې د خپلو جګړه مارانو لپاره خورا پیچلې او خوندې څمڅې جوړې کړي دي. خو، له څو کلونو راهېسې په دغې سیمې کې طالب وسله وال واکمن دي.

د پچیر اګام ولسوال میرباز خان د امریکا غږ اشنا ته وویل چې داعش ځکه تورې بوړې ته ځان رسول غواړي چې څمڅې ډېرې دي او د هغوی لپاره ښه پناه ځای، روزنځای او مرکز جوړېدی شي.

پر دې سربېره په دغو څمڅو کې د طالبانو د روزنې مرکزونه شته او ان ځانمرګي بریدونه هم له همدغې سیمې نه تنظیمږي. د طالبانو دغه ډله ځان ته د تورې بوړې محاذ وايي.

د تورې بوړې بل ارزښت په دې کې دی، چې که دا داعشیان دا سیمه ونیسي، د ننګرهار پر نورو ولسوالیو او سیمو باندې به په اسانه بریدونه وکړی شي او همدغه راز نورو سیمو ته به په اسانه تګ راتګ وکړی شي.

توره بوړ د ننګرهار څو ولسوالیو ته لاره لري او ورسره يې پاکستان ته هم لار تللې ده. ویل کیږي، چې د القاعده ډلې مخکنی مشر اسامه بن لادن پر همدغو لارو پاکستان ته تښتېدلی و.

د داعش ضد عملیات

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې دوی د داعشیانو پر ضد عملیات پیل کړي او هڅه کوي چې دا ټوله سیمه له طالبانو او نورو اورپکو څخه پاکه کړي.

د داعش جنګیالیو څو ورځې مخکې په پچیر کې بریدونه وکړل او ویل کیږي چې لسګونه خلک یې وژلي او ځیني سیمه ییز خلک یې ژوندي نیولي دي. چارواکي وايي شاوخوا ۶۰۰-۷۰۰ داعشیانو پر پچیر برید کړی دی.

د دغو جنګ جګړو له کبله سلګونه کورنۍ له سیمې وتلې او په جلال اباد او نورو سیمو کې ژوند کوي. ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰ ولسي خلک هم وژل شوي او مړي يې په همدلته پاتې دي.

د داعش جګړه ماران تر دې مخکې په شینوارو کې فعاله وو، چې افغان ځواکونو پراخ عملیات وکړل او هلته یې وځپل. د داعش ډله یوه تبلیغاتي راډیو هم لري چې په اړوندو سیمو کې خپرونې لري، که څه هم څو وارې پرې برید وشو او ویجاړه شوه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG